د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

عرب ليګ: په سوريه کې مو څارونکي ماموريت ځينې تېروتنې کړي


په سوريه کې مظاهره چيان د اسد ليرې کېدل غواړي
په سوريه کې مظاهره چيان د اسد ليرې کېدل غواړي
په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼو هېوادونو او ټولنو له عربي ټولنې غوښتي چې په سوریه کې د لس میاشتني زورزیاتي د ختمولو لپاره ملګرو ملتونو ته پراخ رول ومني، د دغې ټولنې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې په غونډه کې د سوریې د اوضاع د څارنی د ماموریت چې له خپلې خوا یې ګمارلی او تر پراخو انتقادونو لاندې دی څیړي.

د سوريې په اړه د عربي ټولنې د وزیرانو کمیسیون په قاهره کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د سوريې د اوضاع د څارنې د ماموریت د مشر جنرال محمد احمد مصطفی الدابي رپوټ او توضیحات اوري .

د عربي ټولنې د څارونکو یوه ډله تېره میاشت سوريې ته واستول شوه ترڅو د هغه تړون د پلي کولو څارنه وکړي چې په دغه هېواد کې د زورزیاتي د ختمولو لپاره د جمهور رییس بشار الاسد د رژیم او عربي ټولنې ترمنځ لاسلیک شوی دی.

خو منتقدین وایي د سوريې حکومت د دغه تړون په پلي کولو کې پوره ټګي اوناغیړي کړې او د دولت د مظاهره چيانو له مرګ ژوبلې یې لاس نه دی اخیستی .

منتقدینو د عربي ټولنې له څارونکو وغوښتل چې له سوريې دې بېرته ستانه شي .

خو د عربي څارونکو مشر جنرال محمد الدابي چې پخوا د سوډان د استخباراتو مشر پاته شوی او لانجمنه سابقه لري وایي چې د دوی کار او څارنې لا زیات وخت ته اړتیا لري.

جنرال الدابي د بريتانیا اوبزور ورځپاڼې ته ویلي:

”دا لومړی ځل دی چې عربي ټولنه دا ډول یو ماموریت ترسره کوي. زموږ کار نوی پيل شوی او تر اوسه مو نه دی بشپر کړی”

عربي ټولنه دا مني چې د دوی څارونکو ځینې غلطۍ کړي دي، خو په مجموع کې له خپل دغه ماموریته دفاع کوي.

عربي ټولنه وایي چې د دغه ماموریت په نتیجه کې د سوريې حکومت خپل ټانکونه له ښارونو بهر کړل او سیاسي بندیان یې پرېښودل نو ځکه دوی نه دا چې څارونکي له سوريې نه ستنوي، بلکې نور هم ورلېږي .

عدنان عیسی، د عربي ټولنې د منشي مرستیال، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د نن ورځې په غونډه کې د څارونکو ستنول نه بلکې استول څېړل کېږي.

عربي ټولنه نن په داسی وخت کې غونډه کوي چې د سوريې د پوځ او له پوځه د بیلیدونکو عسکرو ترمنځ په نوې نښته کې نن ګهیځ د بشري حقوقو د فعالانو په وینا یوولس کسه مړه او شل نور ټپيان شول.
XS
SM
MD
LG