په افغانستان کې د سولې عالي شورا وایي، چې په مسلسل ډول په کابل کې د امریکا له سفارت سره په تماس کې ده، څو د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.
د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسمعیل قاسمیار د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې برخه کې کومه ستونزه نه ده موجود او ټول په دې ټنیګار کوي، چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي:
(د امریکا په سفارت کې له چارواکو سره زموږ تماسونه په دې هکله دي چې زموږ نړېوال ملګري باید هڅه وکړي چې اصول تر پښو لاندې نشي.
اصل خو همدا دی چې باید دا پروسه په بشپړه توګه د افغانانو په مشرتابه وي او دا کار یو طبیعي کار هم دی او له نیکه مرغه موږ په دې برخه کې ستونزه نه لرو ډیر ژر به یو تفاهم ته ورسیږو سره او د رسیدو په حال کې یو).
ښاغلي قاسمیار په ځانګړي ډول ونه ویل، چې په کابل کې د امریکا د سفارت له چارواکو سره یې خبرې څه وخت پیل کړې دي.
تر دې مهاله د امریکا سفارت هم د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د خپلو خبرو په هکله څه نه دي ویلي.
د سولې عالي شورا دا خبرې په داسې حال کې پیل کړي، چې امریکا او طالبان له تیرو لسو میاشتو راهیسې په مستقیم ډول او پرته له دې، چې افغان حکومت په کې ښکیل وي په خبرو بوخت دي.
خو په دې اړه په خپل رسمي دریځ کې بیا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او وایي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسئله بولي.
له بل لوري وسله والو طالبانو په خپله یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې غواړي له نړېوالې ټولنې سره خبرې وکړي.
د طالبانو له خوا د دغې خبرپاڼې تر خپرولو وروسته د ولسمشری د ماڼې له خوا په خبرپاڼه کې د لیکل شوي وو، چې دوي د امریکا او طالبانو د خبرو اترو سره موافقه لري.
سره له دې چې تر اوسه افغان حکومت څو څو ځله کوښښ کړی، چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې خبرې وکړي، خو تر اوسه لا طالبانو دا خبره نه ده منلې.
د رپوټونو له مخې طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې خبرې وکړي، بلکې د دوي پر ځای یې له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې له امریکا سره په دې برخه کې خبرې پیل کړې دي.