د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۳

"د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د افغان حکومت اعتبار ته زیان رسوي"


د ویسا ورځپاڼې له مسول مدیر زبیر شفیقي
د ویسا ورځپاڼې له مسول مدیر زبیر شفیقي
د افغانستان حکومت د طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی چې له امریکایې غوښتي چې د دوي مهم بندیان دې له ګوانتانامو زندان څخه قطر ته واستوي.

د ولسمشر ویاند وویل، دغه بندیان باید په مستقیم ډول افغانستان ته انتقال شي.

طالبانو دا غوښتنه له امریکایي چارواکو سره په خبرو کې چې په دې وروستیو کې یي په قطر کې ترسره کړي، مطرح کړې ده.

په دې خبرو کې د افغانستان حکومت ښکیل نه دي، ایا دا مسله به د افغان دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې رانه ولي، یا حیثیت او اعتبارته به یي زیان ونه ورسوي؟

دا پوښتنه نوریاس نوري د سیاسي چاروله کارپوه او د ویسا ورځپاڼې له مسول مدیر زبیر شفیقي څخه د مرکې په سرکې کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:47 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG