د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون د ایران او لویدیځ ترمنځ د تهران د اټومي لانجې پرسر د راپورته شوي کړکیچ د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
د واشنګټن او تهران ترمنځ لفظي جګړه په وروستیو ورځو کې وروسته له هغې توده شوې چې ایران د امریکا متحدو ایالتونو ته ګواښ وکړ، چې هرمز تنګي ته دې د سمندري ځواکونو بیړۍ نه استوي.
د ملګروملتونو عمومي منشی پردواړو لورو غږ وکړچې په سیمه کې د کړکیچ د کمولو لپاره دې زیاته هڅه وکړه او اختلافات دې د خبرو له لارې هوار کړی.
بانکی مون وویل، دی تراوسه د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د هغه رپوټ په اړه اندیښمن دی چې ویلي یې دي، د ایران اټومي پروګرام پوځي ابعاد لري:
"زه د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې هغه وروستي راپور ډیر اندیښمن کړی یم چې ویلي یې دي، د ایران اټومي پروګرام د پوځی ابعادلري او د پوځي احتمالاتو هدف تعقیبوي. دا د ایراني چارواکو مسولیت دی چې ثابته کړي اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه د سوله ییزو اهدافو لپاره دی."
د ملګروملتونو عمومي منشي همداراز پرتهران غږ وکړ چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د بندولو لپاره دې د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه عملي کړی.