د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

اوباما د خپل هېواد نوي پوځي ستراتیژی اعلان کړه


د امریکا ولسمشر په دفاع وزارت کې د خپل هېواد نوي پوځي ستراتیژی اعلان کړه.

باراک اوباما وویل، وروستي پوځي پرمختګونه د دې لامل شوي چې متحده ایالات یو ځل بیا په خپل پوځ کې د تحولاتو لپاره لاره پرانیزي، نوموړي وویل:

(بریالیتوبونو زموږ هېواد د تحول په لور سم کړي دي، که څه هم چې سرتیري مو په افغانستان کې په جګړه کې دي خو جګړه د ارامیدو په لور ده.

سره له دې چې ځواکونو مو کامیابیږي خو موږ بیا هم مسولیت او امکانات لرو چې راتلونکې ته نظر وکړو او داسې ځواک ولرو چې په راتلونکې کې ورته اړتیا لروو.)

ولسمشر اوباما وویل، د بودیجي د کنترول قانون چې تیر کال کانګریس تصویب کړې د پوځي چارو په شمول د بودیجي کمولو ته زمینه برابروي.

د دغې نوي ستراتیژۍ له مخې د ولسمشر اوباما په وینا په اسیا پسفیک سیمه کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی کیږي او د ناټو په شان حساسو تړونونو کې د امریکا پانګونه او او ګډون ته دوام ورکوي.

ولسمشراوباما زیاته کړه، د افغانستان او عراق له جګړو او په پوځي ځواک سره د دولت جوړونې وروسته امریکا کولای شي په کمو مځکنیو ځواکونو سره خپل امنیت وساتي.

هغه وویل، امریکا غواړي د سړې جګړې سیستمونه اخوا کړي او پر هغو توانمندیو تمرکز وکړي چې په راتلونکې کې پکاریږي.

د بارک اوباما په وینا له دې جملې څخه استخبارات، څارنه، کشفیات، له تروریزم سره مبارزه ، له ډله ایزو وژونکو وسلو سره مقابله او په داسې یوه فضا کې د کار کولو توانمندي چې مخالفان غواړي امریکا له هغې څخه محرومه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، چې له ولسمشر اوباما وروسته يې څرګندونې کولې وویل، دا تحولات په داسې یوه وخت کې رامنځته کیږي چې متحده ایالات د بودیجي له کسر سره مخامخ ده چې د هغه په وینا دا په خپله کېدای شي په یوه امینتي ستونزه بدل شي.

ښاغلي پنیتا وویل، د امریکا په پوځي ستراتیژۍ کې دا بدلونونه واقعي دي:

(دا د راتلونکې په اړه دې یوه تاریخي بدلون ښکارندویه ده او ښکاره کوي چې دا هېواد له لس کاله جګړې او له حد نه زیات پوځي لګښتونو وروسته یو ستراتژیک تحول ته رسیدلی دی.)

د امریکا د دفاع وزیر وویل، دا سمه ده چې له دې بدلون سره به متحده ایالات د یوه وړوکي پوځ خاوند وي، خو د هغه په وینا دا پوځ به د قوت، موثریت، تحرک او تکنالوژۍ له نظره پیاوړي او زیات فعال وي.
XS
SM
MD
LG