د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ولې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د خپلې بودیجي په لګولو کې پاتې راغلی؟


د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، چې د تدارکاتو په قانون کې پیچلتیا، د ځمکو مافیا او غصب، ناامني او د مرسته کوونکو له خوا د پیسو ځنډ هغه ستونزې دي چې دغه وزارت د پراختیایي بودیجې په لګولو کې پاته راغلي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د پلان ریس محمد رمضان شفق ازادۍ راډیو ته وویل، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې ورته ۳۰،۹ دیرش اشاریه نهه میلیونه ډالره پراختیایي بودیجه ورکړل شوې وه، چې دوي تر اوسه اته دیرش په سلو کې لګولې ده.

شفق په ورته وخت کې ادعا کوي، چې د کال په پاته موده کې به د لګول شوې بودیجې فیصدي شپیتو ته ورسوي.

له ښاغلي شفق نه دا پوښتنه وشوه، چې څنګه تاسو په دوه نیمو میاشتو کې د لګول شوې بودیجې کچه لوړه بیایي؟

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت چارواکي وایي، چې روان کال یي څلور نړېوال هوایي ډګرونه بشپړ کړل چې د لومړي ځل لپاره یي افغان حاجیان سعودي عربستان ته ولیږدول.

دغه هوایي ډګرونه په کابل، کندهار، بلخ او هرات کې موقیعت لري چې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له مهمو پروژو څخه دي.

د وزارت د پلان ریس وایي، چې سږ کال یې د غور، بادغیس او فاریاب د هوایي ډګرونو رنوې ګانې هم په اساسي ډول جوړې کړې او دا مهال په څلورو نورو هوایي ډګرونو کار روان دی چې په خوست،بدخشان،هلمند او ارزګان کې موقیعت لري.

کتونکي بیا وایي، چې د بودیجې قانون ته نه پاملرنه، په وزارتونو کې د وړتیاوو ټیټوالی او ناامني هغه ستونزې دي چې له امله یې وزارتونه خپله پراختیایي بودیجه په کافي اندازه نه شي لګولی.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د لګول شوې پراختیایي بودیجې په اړه مو د مالیې وزارت هم وپوښته.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس د ترانسپورت وزارت له خوا د بودیجې اته دیرش فیصده مصرف د قناعت وړنه بولي خو په دې برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون بیا د بودیجې د کم مصرفیدو په اړه یادې ځینې ستونزې نه مني خو وایي، که چیرې دغه وزارتونه پنځوس ترشپیته فیصدو پورې بودیجه هم مصرف کړي دوی ته د قناعت وړ ده.

د دغه کمیسیون مرستیاله رقیه نایل په دې اړه وایي:

(د وزارتونو له خوا یادې شوې ستونزې د کمیسیون چارواکو ته تریوې اندازې د منلووړ دي،هغه هم په دې دلیل چې د تدارکاتو بهیر یولړ ستونزې لري.

په وزارتونو کې د وړتیاوو کمښت ته په کتو مونږ تمه نه لرو چې وزارتونه دې ډیره بودیجه مصرف کړي خو که پنځوس یاشپیته فیصده هم مصرف کړي مونږ ته د منلو وړ ده.

د ترانسپورت وزارت یوه ستونزه داده چې د پروژو د سیالیو په بهیر کې ځنډ رامنځ ته کوي.)

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د افغانستان د سکتوري وزارتونو له ډلی څخه دی چې د هوایي او ځمکنی ترانسپورت چارې پرمخ بیایي.

دغه وزارت په داسې حال کې اته دیرش فیصده پراختیایی بودیجه مصرف کړې ده چې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې لاتراوسه هوایی ډګرونه موجود نه دي.

دا راپور په غږ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00
مستقیم لېنک

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG