د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د وسلو د قاچاق په تور دوه بریتانویان لويي څارنوالۍ ته وپیژندل شول


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نیول شوېو بریتانوي وګړو او افغان ملګرو یي په غیر قانوني ډول وسله لیږدوله او دوسیه یي د لا زیات تعقیب لپاره لویي څارنوالۍ ته استولې ده.

دغه بریتانوي وګړي د پنجشبې په ورځ په داسې حالت کې خبریالانو ته وښودل شول، چې لاسونه یي شاته تړل شوي او مخونه یي دیوال ته اړول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، چې دغو بریتانویانو، چې جولین او جیمز دویس نومیږي، د ګارډ دې ورلډ په نامه یوې امنیتي کمپنۍ ته کار کاوه:

(دوي و نکوالای شول، چې د کابل پولیسو د لیږدیدونکو وسلو په اړه اسناد وړاندې کړي، نو دا یو جرم او د وسلو قاچاق دې.

د دوي د دوسیي له بشپړیدو وروسته دوي لویی څارنوالۍ ته وروپیژندل شول، څو په دې اړه نور تحقیقات وشي او دوي ته سزا ورکړای شي.)

د ښاغلي صدیقي په وینا د دوي دوه افغان همکاران ابراهیم او عبدالفتاح نومیږي او دوي هم لویي څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي.

دغه بریتانویان د تیرې سې شنبې په ورځ په یو صرف موټر کې په داسې حال کې ونیول شول، چې شاوخوا دیرش میله کلاشنکوفونه یي، چې سریال نمبرې یي پاکې شوې وې، له ځانه سره لیږدول.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ګارډ دې ورلډ کمپنۍ هم له ټاکل شوېو اصولو څخه په سرغړاوي تورنه ده او فعالیت یي منع اعلان شوې.

د ښاغلي صدیقي په وینا د کورنیو چارو د وزیر له پریکړې سره سم به د دې کمپنۍ مسؤلین د حسابونو د تصفیي لپاره د پولیسو له خوا احضار شي:

(دوي هغو اصولو او مقرارتو ته، چې د افغان حکومت له خوا د دوي د فعالیت او وسلو لپاره ټاکل شوې وو پام نه دې کړې.

د کورنیو چارو وزیر نن یوازنۍ پریکړه دا وکړه، چې دا کمپنۍ باید منحل شي او سر له ننه فعالیت نشي کولای. د دې کمپنۍ مسؤلین به ډیر ژر احضار شي، څو ټول حسابونه ورسره تصفیه شي.)

د کورنیو چارو وزارت نیول شوي بریتانويان په داسې حال کې د وسلو په قاچاق تورن کړي، چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت هڅه کوي، د خپلو وګړو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دا، چې لویي څارنوالۍ به د دوي په حق کې څه پریکړه وکړي اوس یي اټکل ګران دې او دا ځکه، چې دا لومړې ځل دې، چې دوه بهرني وګړي په داسې یو جرم تورنیږي.
XS
SM
MD
LG