د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

″د سحرګل د پېښې عاملینو ته به د قانون له مخې سخته سزا ورکړل شي″


سحر ګل چې شاوخوا شپږ میاشتې د هغې د کورنۍ له خوا په تهکوۍ کې بندي وه د پولیسو په مرسته له هغه ځي راایستل شوې وه.
سحر ګل چې شاوخوا شپږ میاشتې د هغې د کورنۍ له خوا په تهکوۍ کې بندي وه د پولیسو په مرسته له هغه ځي راایستل شوې وه.

د شنبې په ورځ د عامې روغتیا، ښځو چارو او کار ټولنیزو چارو وزیرانې، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او خبریالان د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته د سحرګل د روغتیا پوښتنې ته ورغلي وو.

له څو ورځنۍ درملنې وروسته ډاکټران لا هم د میرمن سحر ګل روغتیایي حالت ښه نه بولي او وایي، چې د میرمن سحرګل بشپړه روغتیا لا زیاتو هلو ځلو ته اړتیا لري.

میرمن سحرګل د کابل په وزیر اکبرخان روغتون کې تر درملنې لاندې ده، د شنبې په ورځ د عامې روغتیا د سرپرستې په ګډون د کابینې یو شمېر ښځينه غړي او ځینې وکیلانې یې پوښتنې ته ورغلي دي.

د کابینې له غړو سره زه هم ورغلم او هڅه مې وکړه، څو له سحر ګل سره خبرې وکړم، خو دا لا هم د بد هواسۍ ښکار وه او خبرې یې نه شوای کولای.

″خاوند مې هم وهلم، خو اوس مې خاوند زما پلوي کوي، نه اوس مې نه وهي، زه مور او پلار نه لرم خو یو ورور لرم، اوس مې ټول خپلوان زما په طرف دي.

اوس ښه یمه پښې مې ژوبلې دي درد یې کاوه.″

سحرګل د تیرې دوشنبې په ورځ د هغې د کور له تهکوي نه د پولیسو په مرسته راوویستل شوه او له دې امله چې د بغلان روغتونونو یې درملنه نه شوه کولای کابل ته راوستل شوه.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل له سحر ګل نه د لیدلو پر مهال وویل، چې لا هم د دې انجلې روغتیا ښه نه ده.

″په دې تیرو درې ورځو کې درې خلطې وینه ورکړل شوې ده، درملنه یې له انتي بیوتیکونو نه پیل شوې ده، د دې تر څنګ چې په جلدي، داخله او نسايي برخو کې د هغې درملنه کیږي، د اعصابو او رواني له پلوه یې هم درملنه کیږي دلته.″

د ښځو چارو وزیرې وویل، چې دا قضیه همداسې نه پریږدي بلکې عاملینو ته به یې د قانون له مخې سخته سزا وکړل شي.

د سحرګل درملنه په داسې حال کې روانه ده، چې یوه بله میرمن ګلناز، چې د ترور د زوم له خوا پرې جنسي تیری شوی نه غواړي، د ښځو چارو وزارت امن خونه پریږدي او ښایي یو دلیل یې دا وي، چې نه غواړي د سحرګل په برخلیک اخته شي.

په دې هکله د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر وایي، تر هغو چې د ګلنازې قضیه حل کیږي، هغه به د امن په خونو کې وي.

″دلته د قضیې دوه مخه دي، که خپله غواړي یا نه غواړي خو کله چې هغه له یو امنیتي ګواښ سره مخامخ وي، نو موږ مجبوره یو، چې هغه وساتو، ځکه چې موږ د هغې سرنوشت ته ځواب ورکوونکي یو، کله چې موږ ته راځي بیا نو موږ د هغې د راتلونکي ځواب باید ورکړو.″

دا یوازې سحرګل او ګلناز نه دي، چې له دې حالت سره مخامخ شوي، بلکې په افغانستان کې ښځې ډېر کله د دا ډول پیښو قربانیانې کیږي.

تر دې مخکې هم په لسهاو داسې پیښې رامنځته شوي، چې په کې په انجونو جنسي تیری شوی او یا هم د خپلو کورنیو له خوا په ناوړه ډول شکنجه شوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG