د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

سعودي:د ایران د تیلو د صادراتو هر ډول کمښت پوره کولای شو


د سعودي عربستان د تیلو یوه جګ پوړي چارواکې د چهار شنبې په ورځ وویل، د نړۍ په مارکېټونو کې به د ایران د تیلو هر ډول کمښت جبران او پوره کړې.

د نړۍ د تیلو د ستر تولیدونکې هېواد سعودي عربستان دغه جګ پوړي چارواکې وروسته له هغې دا خبره وکړه چې د ایران د جمهور رئیس مرستیال محمد رضا رحیمي د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ او ویي ویل، که چېرې لویدیځ هېوادونه د ایران د تیلو صادرات بند کړي نو دوي به د نړۍ د تیلو د شپږمې برخې صادرولو لار یعني د هروموز تنګی وتړي.

د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر حبیب الله سیارې د چهار شنبې په ورځ وویل، که اړتیا یي رامنځ ته شي د ایران سمندرې ځواک به دا تنګی په چټکۍ سره بند کړي، سیارې د ایران انګلیسې ژبې تلویزیون پرس سره خبرې کولې.

ایران د هرموز تنګې حساسې برخې ته نږدې په نړېوالو اوبو کې لس ورځنې پوځي تمرینات هم تر سره کړل.

لویدیځ هېوادونه د ایران د اټومې پروګرام له امله سخت بې حوصلې شوې او غواړي د دغه هېواد د تیلو پر صادراتو بندیزونه ولګوي.

که څه هم چې د ایران د ولسمشر د مرستیال او د سمندري ځواک د مشر څرګندونې له یوه خبرداري څخه یو څه جدي دي، بیا یي هم د نړۍ د تیلو په مارکېټونو کې بیره اچولې ده.

د هرموز تنګې د نړل کېدو په صورت کې به په موقتي ډول د تیلو صادرات بند شي او د تیلو بیړۍ به له اوږدو او قیمتې لارو څخه تیل خپلو مربوطو ځایونو ته ورسوي. پداسي یوه حالت کې به د تیلو بیې هم پورته شي.

د تنګي د بندیدو له امله به د نړۍ او ایران تر منځ قوې پوځي مقابلې یا جګړې ته لار خلاصه شي او دا به هم د تیلو په مارکېټ او بیو زیات اغیز وکړي.

څیړونکې وایي، ایران ممکن د هرموز تنګې د بندولو لپاره له ماینونو او یا هم په بار وړونکو بیړیو باندي له مستقیمو حملو څخه کار واخلې.

د همدغو خبرو او احتمالاتو په ګرمیدو سره، په نیویارک کې د فبرورۍ د میاشتې لپاره د خامو تیلو د یوه بیرل بیه ۱۰۱ امریکایي ډالرو ته پورته شوی ده.

سعودي عربستان په ورځ کې لس میلیونه بیرله تیل تولیدوي او په ورځ کې د نورو دوو میلونو بیرلو تولید یي د عاجل ضرورت لپاره درولی دی، ایران په نړۍ کې د تیلو څلورم ستر تولیدونکې هېواد دی.
XS
SM
MD
LG