د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

ستانکزی:د اساسي قانون پلي کیدل وخت ته اړتیا لري


په افغانستان کې د اساسي قانون اتمه کلیزه په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې د ځینو کتوونکو او خلکو په باور دغه قانون لا د هېواد په سیاسي او ټولنیزه برخه کې نه دی پلی شوی.

د حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حکومت دننه ځینې ستونزې د دې لامل شوی چې اساسي قانون پلي نه شي:

(د اساسي قانو پلي کیدل زمان غواړي، خلک لا تر اوسه ورسره اشنا نه دي، خپله دولت کې هم ځینې ستونزې شته، نا امني او د بهرنیو ځواکونو موازي حرکات بله ستونزه ده چې د قانون په وړاندې خنډ دي.

د قانون ماتونې یو بعد خپله دولت دی، چې په ځینو برخو کې نه دی توانیدلی چې قانون پلی کړي.)

هڅه مو وکړه د اساسي قانون د نه پلي کیدو او په دې برخه کې د پرتو خنډونو په اړه د اساسي قانون په پلتیا د څار کمیسیون نظر هم را واخلو خو له پرله پسې ټیلفوني هڅو سره سره یې مسولین خبرې کولو ته حاضر نه شول.

خو عام خلک د اساسي قانون په نه پلي کیدو کې افغان حکومت ګرم بولي او وایي، چې په ډیرو ځایونو کې حکومتي چارواکي قانون ترپښو لاندې کوي:

( ۱ زما نوم حاجي هدایت الله دی،دلته خپل قانون مندان قانون ترپښولاندې کوي،تقریبآ شپیته فیصده قانون نه دی تطبیق شوی.

۲ زه چارواکي مارواکي نه پیژنم خو دا ټوله بې قانوني دولت جوړه کړې.

۳ فضل ربي د لغمان اوسیدونکی،قانون بیخي نشته، واک د هغو کسانو دی چې ترپښو لاندې یې رنجر وي.ټول قانون حکومتي چارواکي ترپښو لاندې کوي.)

افغان ولسمشر حامد کرزی هم دا مني چې حکومت د قانون په پلی کیدو کې پاته راغلی.

حامد کرزي د روانې ډسمبرمیاشتې په یولسمه نیټه د اداري فساد په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې دې مسلې ته داسې اشاره وکړه:

(ترڅو چې د خپلو ناکامیو دلایل پیدا او و نه سنجوو د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې به چې زمونږ یو ملي ارمان دی بریالي نه شو.

د دې یو لوی لامل د قانون نه پلي کیدل دي چې هغه هم ځانته د لیلونه لري.

یو دلیل یې معافیت او زورواکي ده،دغه زورواکي هم د هیواد دننه او هم په دې هیواد کې د بهرنیانو له خوا کیږي.

د قانون پلي کیدل په افغانستان کې ستونزې لري.)

کتونکي د قانون د پلي کیدو په اړه سپارښتنه کوي چې خپله حکومت باید په اساسي قانون باور پیدا کړي او عامو خلکو ته هم باید په دې اړه پوهاوی ورکړل شي.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال کې په کابل ښار کې د اساسي قانون په لویه جرګه کې تصویب او توشیح شو چې ۱۲ فصله او۱۶۲ مادې لري.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG