ملي ارمان:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د مرغومي په شپږمه نېټه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل د بدمرغیو پیل بللې دې، چې لا یي هم اغیزې محسوسې دي.
ورځپاڼه لیکي که څه هم افغانانو یرغلګر اړ کړ، چې له هېواده ووځي او افغان ولس د یو فاتح په توګه راڅرګند شو، خو له دې سره جوخت ځینو هېوادونو په افغانستان کې کلتوري او استخباراتي جګړه پیل کړه.
د ورځپاڼې په وینا په دې ترڅ کې دغو هېوادونو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره افغانان په ډلو ټپلو او ان په قومي او مذهبي کړېو وویشل، چې د ورځپاڼې په وینا دا د روسانو له پوځي تیري څخه هم خطرناکه وو.
ورځپاڼې په نهایت کې خپل دا قضاوت وړاندې کړې، چې افغانانو په ډیره درنه بیه خپلواکې ترلاسه کړه، خو په ساتلو کې یې ځکه پاتې راغلل، چې د پردیو د ګټو قرباني شول.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم هغو ستونزو ته کتنه کړې، چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته رامنځ ته شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، چې د افغان جهاد له بریا وروسته د هېواد دښمنانو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره افغان ولس د بې اتفاقۍ په مرض اخته کړل، چې په پایله کې کورنۍ جنګ پیل شو او بیا د طالبانو او القاعده پدیده رامنځ ته شوه.
ورځپاڼې لیکلي، چې اوس هم هېواد د خپلو خلکو یووالي ته اړتیا لري، څو پاتې ستونزې په خپله کې په مشوره هوارې کړي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو د مبارزې ګټې له افغانانو زیاته نورې نړۍ ته ورسیدله.
ورځپاڼه لیکي، چې د پخواني شوروي اتحاد د تیری په وړاندې د افغانانو مبارزې نه یوازې دا تیري کوونکې زبرځواک په افغانستان کې، بلکه په ټوله نړۍ کې یې له ماتې سره مخامخ کړ او دړې وړې شو.
خو د ورځپاڼې په وینا دا مبارزه افغانانو ته په ستره بیه تمامه شوه او ځینې جبیره نه کیدونکي زیانونه یي له ځانه سره درلودل.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د سرو لښکرو په وړاندې د افغانانو مبارزې ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان د یرغلګرو د زوال ډګر دې.
ورځپاڼې وړاندې د افغانانو د دې مبارزې پایلو ته هم کتنه کړې او لیکلی، چې دې مبارزې نه یوازې افغانستان ازاد کړ، بلکه د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یی د ازادۍ غورځنګونه پیل کړل او د برلین دیوال یی و نړوو.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغان ولس غږ کړې، چې د افغان جهاد د سترو بریاو د ساتلو لپاره باید د هېواد د دښمنانو په وړاندې یو موټي شي.