د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

مصر په ٢٠١١ او ٢٠١٢م کلونو کې


د قاهرې تحرير ميدان
د قاهرې تحرير ميدان
په عربي نړۍ کې تر ولسي پاڅون یو کال وروسته له نامعلوم وضعیت سره مخاخ ده. دا نه ده معلومه چې هغه زرهاوو اعتراض کوونکي به چې د تونس ، لیبیا ، مصر او سوریې سړکونو ته را ووتل او د ازادۍ لپاره یې ږغ اوچت کړ خپلو هیلو ته ورسیږي او که په منځنی ختیځ کې یوه نوې سیاسي ایډيالوژي د رامنځته کیدو په حال کې ده.

په را روان کال کې به نړیوال د عربي نړۍ وضعیت له نږدې څاري او زیات تمرکز به پر مصر وي ځکه دا هیواد له تاریخي پلوه د سیمې له مقتدرو هېوادونو څخه دی .

د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په پینځه ویشتمه نېټه په قاهره کې د تاریخ پروفیسر خالد فهمي په یوه غونډه کې و او کله چې د غونډې له خونې څخه را ووت، پینځه مسکالونه یې په ټليفون کې ثبت شوي وو.

د خالد فهمي مور هغه ته پينځه وارې زنګ وهلى و او داسې معلومیده چې په کور کې کومه بده پيښه شوې ده. خالد فهمي وایي:

کله چې ما بیرته خپلې مور ته زنګ وواهه خبر شوم چې وراره مې د تحریر میدان ته تللی او پولیسو د اعتراض په خاطر نیولی دی .

دا د قاهرې په زړه کې د تحریر پرمیدان د مظاهرو د پيل، لومړي وختونه وو:

̋دا ورځ زما په مغزو کې ثبت شوې ده . ما د اعتراضونو د پيل شېبې ولیدلې چې واقعا تاریخي وې. په ځانګړي ډول د جنورۍ د اته ویشتمې د پيښو لیدل ډير تاریخي او له هیجان څخه ډک وو ځکه له دې ځایه د هغو امنیتي ځواکونو ضعف پيل شو چې د څو لسیزو لپاره یې د مصر خلک توهین او ترور کړي وو. د دې لیدل ډير له هیجانه ډک و چې څرنګه خلکو د خپل حیثیت د اعادې هوډ وکړ او څنګه خپل حق لپاره ودریدل̋

د مصر انقلاب په عربي نړۍ کې د هغو ولسي پاڅونو یوه برخه وه چې د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې له تونس څخه پيل شول. په نتیجه کې، د مصر ، لیبیا او تونس رژیمونه ړنګ شول . په سوریه ، یمن او یو شمیر نورو عربي هیوادونو کې د خلکو اعتراضونه دوام لري .

د یو شمیر سیاسي څارونکو په مصر کې چې د منځني ختیځ له سترو هیوادونو دی او زیات نفوس لري ، روان سیاسي تحولات د ټولې سیمې د راتلونکې په څرنګوالي کې اساسي رول لري .

سټیفن کوک چې د (The Struggle For Egypt) یا د مصر لپاره مبارزه ، په نوم کتاب لیکوال دی، وايي چې د مصر ثبات د سیمې لپاره کلیدي اهمیت لري:

̋د مصر اهمیت ته په پام ، داسې وېره ده چې ښايي په دې هیواد کې ډیر متفاوت نتیاج تر لاسه شي او هغه ژمنې او هیلې چې په تحریر کې اوریدل شوې وې په بله خوا ولاړې شي̋

خو د مصر د حالاتو بل څيړونکی اید حسین تر دې خوشبین دی:

̋د مصر لپاره زما ستره هیله پرهغه خط السیر حرکت دی چې موږ په عربي نړۍ کې ولید چې د ازادي، ډيموکراسي ، د اقلیتونو د او په سیمه کې د مېشتو عیسویانو او نورو مذهبونو د پیروانو حقونو ته درناوی دي . همدا د مصر د انقلاب روح ده̋

خو شمیر نور بیا د مصر د انقلاب راتلونکې ته په بل ډول ګوري. د تورنتو په پوهنتون کې د حقوقو استاد محمد فضل، تر ډیموکراتیکو ارزښتونو زیات په مصر او تونس کې د خلکو انقلاب د اسلامي سیاسي افکارو له ودې سره تړلي ګڼي:

̋اوس مهال په عربي نړۍ کې پر سیاسي حالاتو د اسلامی مدرنیزم روح غالبه ده، ځکه متاسفانه تر اولې او دويمې نړیوالې جګړې وروسته عربي دولتونو په جزئي ډول خپلواکی ترلاسه کړه خو ونه توانیدل چې د مستبدو او مطلق العنان سیاسي افکار په محو کړي او دا خپله د اسلامي مدرنیزم سیاسي فکر هدف و̋

خو ښايي د لیبرالو اسلامي ګوندونو او محافظه کارانو ترمنځ فرق ډير روښان نه وي ځکه دا ډلې له بیلا بیلو سیاسي ایتلافونو او حرکتونو لپاره تمایل څرګندوي چې دا مسئله اوبه لا زیاتې خړ وي .

د بیلګې په ډول په تونس کې د حاکم منځلاري اسلامي تحریک یوه لوړ رتبه غړي څه موده مخکې د یوه اسلامي امارت د رامنځته کولو په اړه په خبرو په سیاسي کړیو کې غوغا جوړه کړه .

په مصر کې یوه نوي ایتلاف (النور) چې د سلفیانو له خوا رهبري کیږي د نومبر د میاشتې د پارلماني انتخاباتو په اول دور کې تر هغه زیاتې رایې وګټلې چې تمه یې کیده.

د خالد فهمي په باور د مصر ټولنه اوس مهال په درېیو برخو تقسیم شوې څرګندیږي چې هغه د مبارک د رژیم پاتې شوي کسان، اسلامي ډلې لکه سلفیان او اخوان المسلیمن او د تحریر خلک . د فهمي په وینا د تحریر له خلکو مطلب هغه کسان دي چې د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره یې ږغ اوچت کړی دی .

دا درې واړه د قدرت لپاره مبارزه کوي او غواړي چې د یوه بل په وړاندې د مبارزې لپاره ګډ میدان پيدا کړي چې سخت کار دی .

د فهمي خبرې پر دې تشویش بې اغیزې نه دي چې ښايي د عربو دا انقلاب هغسې په زړه پورې نتایج ونه لري . د تاریخ دا استاد وايي چې په سیمه کې یو بېساری ګام اوچت شوی دی:

̋موږ په مصر کې د یوې ډېرې مهمې مرحلې څخه د تیریدو په حال کې یو. دا ښايي په تېرو سلو کلونو کې په سیمه کې اول وار وي چې د مصر ، لیبیا، سوریې ، یمن او بحرین خلک راپورته شوي دي تر څو د خپلو هیوادونو د رهبرۍ په وړاندې ږغ اوچت کړي̋

دعا نبهان چې دوه ماشومان لري او په قاهره کې اوسي وايي چې له نوي کال څخه د ځان او د مصر لپاره دا هیلې لري :

̋دا نقلاب دوه مخونه لري . د دې انقلاب یو سر زما له ژوند او بل سر له مصر سره تړلی دی. زما لپاره دا معنی لري چې هر وخت خپل احساس ته غوږ ونیسم او هیڅ وخت د خپلو احساساتو په مقابل کې معاملې ته غاړه نه ږدم . دويم دا چې زه به هیڅ کله هم په مصر کې د یوه مدنی قانون پرځای له بل قانون سره موافقه ونه کړم . زه پر خپله ازادۍ معامله نه شم کولای او د ساتنې لپاره مبارزې ته به یې دوام ورکړم . درېیم دا چې د تحریر میدان زموږ قوت دی او تر هغو به تحریر ته ورځم چې د انقلاب ټولې غوښتنې پوره شي̋

دې میرمنې د تحریر په میدان په ټولو مظاهرو کې چې د حسنی مبارک رژیم یې ړنګ کړ، په منظم ډول ګډون کړی دی.

دا د هغو زرهاوو کسانو له جملې ده چې په راتلونکي کال کې په، تر انقلاب وروسته مصر کې د تغیيراتو د لیدو په تمه ده .
XS
SM
MD
LG