د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل اغیزې


د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي یا مرغومي پر شپږمه نیټه پرافغانستان پوځي یرغل وکړ.
د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي یا مرغومي پر شپږمه نیټه پرافغانستان پوځي یرغل وکړ.
افغانان نږدې ټول په دې باور دي چې د روانو ستونزو او ناخوالو اصلي لامل له اوس نه دوه دیرش کاله مخکې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل دی.

د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو په ۱۳۵۸ لمریز کال په همدې ورځ یعنې د جدي یا مرغومي په شپږمه باندې نیټه پرافغانستان پوځي یرغل وکړ، د دوي الوتکۍ، ټانکونه او نور زغروال وسایط سهار وختي په کابل کې ولیدل شول.

سیاسي څيړونکي وایي، چې افغانستان ته له هماغه وخته سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او داسې نور درانه زیانونه ورسیدل او دا هېواد یې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېوادونو د مداخلو پر مرکز بدل کړ.

سیاسي څیړونکي او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وایي، چې ښایي دا ناخوالي کلونه نور هم دوام وکړي:

"په رواني او فرهنګي لحاظ کومې صدمې چې موږ لیدلای نشو کولای چې وخت ورته وټاکو او زمانه له نظره ډیر وخت ته اړتیا لري.

خو په سیاسي او مادي اړخ ته یي پاملرنه وشي او په عادي حالت پرمخ ولاړ شو ممکن په پنځویا لسو کلونوکې هغه حالت ته ورسیږي چې د جدي له شپږمې پیښې مخې وو، خو که چیرې په عادي حالت پرمختګ وکړو"

راپورونه وایي، چې ۳۲ کاله مخکې د جدي په شپږمه نیټه په یو وار څه باندې پنځه ویشت زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل، چې پیاوړي پوځي تجهیزات او هوایي ځواکونه هم ورسره وو او وروسته د شوروي عسکرو شمېر ان له یونیم لکو څخه هم واوښت.

شوروي ځواکونه د ببرک کارمل په بلنه پرافغانستان یرغل وکړ، حفیظ الله امین ووژل شو او کارمل د تاشکند له راډیو څخه د حفیظ الله امین د رژیم د نسکورېدو اعلان وکړ.

د پخواني شوروي اتحاد په زرګونه پوځیان او پوځي وسایط د شپې له مخې پر افغانستان یرغل وکړ او کله چې د کابل اوسیدونکي سهار له خو به پاڅیدل نو ویې لیدل چې د کابل په واټونو کې شوروي عسکر او ټانکونه ولاړ دي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال خان محمد سیند له اوس نه دوه دیرش کاله مخکې د جدي د شپږمې نېټې په اړه د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"د جدي په شپږمه په کابل ښار کې واوره شوې وه، خو داسې ښکاریده چې یوه اونۍ یا لس ورځې مخکې دا واوره وریدلې.

خلک ویده وه فضا کې یو ډول دروند غوراری وو او دا احساسیدل چې ګنې الوتکې ځي اوراځي.

سهار خلک په عادي حالت بهر ووتل، چې ویې لیدل په واټونو کې ټانکونه هم وو او شورویان هم دا ټانکونه شپې راغلي وو ځای پرځای شوي وو او مورچلې یې هم جوړې کړې وې، خلک ټول حیران شول چې دا څوک دي او له کوم ځایه راغلل."

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د لسګونو زرو پوځيانو د یرغل پر وړاندې افغانانو سخت غبرګون وښود او په هره سیمه کې یې پاڅون وکړ، سلګونه زره افغانان مهاجر شول، د جهاد اعلان وشو او د شوروي ځواکونو او د وخت حکومت پر ضد وسلواله مبارزه پیل شوه.

د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د کمونیستي حکومت یو چارواکي سلیمان لایق دا مني چې شوروي عسکرو د ببرک کارمل په بلنه پردې هیواد یرغل وکړ، دی وایي چې د خلق او پرچم ګوندونو ځیني غړي هم پر افغانستان د شوروي له پوځي یرغل سره مخالف وو.

ښاغلي لایق وایي، چې په افغانستان کې د روانو ستونزو پیلامه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل دی خو زیاتوي چې په دې ترڅ کې ځینې نور ملي او نړېوال لاملونه هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي:

"کومې ستونزې چې اوس موجودې دي د جدی شپږمه نیټه هم په کې ونډه لري خو ټول علت یي هماغه نه دي.

که چېرې موږ د ټولو تیروتنو، جنایاتو او نورو پړه د خلق پر دمو کرا تیک ګوند واچوو نو زما پوښتنه دا ده، چې د پاکستان مداخلې هم اغیز درلودې اوکه نه، ولي مجاهدین د اسلام په نوم اوه ډلې جوړې کړي اسلام خو یو دی."

د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو نهه کاله په افغانستان کې تیر کړل، خو په دې موده کې دوي د افغانانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او زرګونه عسکر یي په دې هېواد کې ووژل شول.

د دوي ډیرې الوتکۍ، ټانکونه، پوځي تجیزات او امکانات له منځه ولاړل او دیته اړ شول چې له افغانستان څخه ووځي او ان پخوانی شوروي اتحاد هم ټوټې ټوټې شو.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال سلګونه زره افغانان ووژل شول، سلګونه زره نور ټپیان او معلول شول او دغه راز په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او داسې نور جوړښتونه سخت زیانمن او یا هم له منځه ولاړل.

پخواني جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد وایي، چې په تیرو دوه دیرشو کلونو کې ټولې ناخوالي چې رامنځ ته شوي اصلي علت یې د جدي شپږمه او ورڅخه وړاندې د ده په خبره د ثور خونړۍ کودتا وه:

" د خلق دموکراتیک ګوند د پخواني شوروي اتحاد په مرسته کودتا وکړه او واک یې ترلاسه کړ.

د دوي نظام د جهادي تنظیمونو پر وړاندې پاتی راغلي، نو پخواني شوروي اتحاد مداخله وکړه او جهاد یي د بهرني یرغل په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې له افغانستان څخه دفاع کوي.

د ثور کودتا اساس ده او د جدي شپږمه پیښه یو پړاو دی هماغې کودتا او جریان ده، هم د ثور کودتا او هم د جدي شپږمه موږ ته ډیرې بدبختۍ را په برخه کړې او سترګې ترې نه پټیږي".

پر افغانستان په ۱۳۵۸ لمریز کال د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل د دې هېواد په معاصر تاریخ کې یوه مهمه پیښه ده، چې پر افغانانو یې اوږد مهاله اغیزې درلودې او ښایي چې دا اغیزې په ډیرو نورو کلونو کې هم په دې هېواد کې ولیدل شي.

عام افغانان هم د جدي شپږمې پیښې یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل ته په بدو سترګو ګوري او وایي، سره له دې چې له هغه وخته دوه دیرش کاله تیریږي خو اوس هم له سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پلوه ډیر کړیږي، لا هم په دې هېواد کې وسلوالې جګړې دي، هره ورځ د پخواني شوروي عسکرو ښخ کړي ماینونه خلک وژني او ټپي کوي او سلګونه معلول شوي افغانان له بې وزلۍ سره مخامخ او هک حیران دي چې خپلې کورنۍ ته څنګه یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.
XS
SM
MD
LG