د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د عرب ليګ يوه څارونکې ډله نن سوريې ته ځي


د سوريې حما ښار
د سوريې حما ښار
د سوريې مخالفې ملي شورا (SNC) د يکشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې څارونکي دې له کوم ځنډ پرته حمص او نورو هغو ناکرارو سيمو ته ولېږل شي چې پر مخالفانو د حکومت له لوري په کې خونړي فشارونه شته.

د سوريې مخالفې ملي شورا چې له سوريې بهر فعاليت لري او د ولسمشر بشارالاسد د مخالفانو رهبري کوي وويل:

”له نن سهاره د حمص په ګاونډ کې باباعمرو سيمه تر ټينګې محاصرې او د پوځ د ٤٠٠٠ سرتېرو د يرغل تر خطر لاندې ده“

دغې شورا په خپله يوه اعلاميه کې ويلي، غوښتنه يې دا ده چې د عرب ليګ څارونکي دې ژر تر ژره حمص ښار ته لاړ شي، په ځانګړې توګه نژدې پرتو محاصره شويو سيمو ته، تر څو خپل ټاکل شوى ماموريت بشپړ کړي.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله، چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دى، وايي امنيتي ځواکونو په باباعمرو سيمه کې د درنو وسلو ډزې کړي او نامعلوم شمېر کسان يې وژلي او ١٢٤ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

دغې ډلې مخکې د حمص ښار په کارم الزيتون سيمه کې د يوه ملکي کس د وژل کېدو خبر ورکړى و.

د بشري حقونو دغه څارونکې ډله وايي حمص ته نژدې په الرستن کې ٢٦ کسان نيول شوي او بيا په عامه شکنجه شوي، دغه راز په ختيځ ديرالزور ولايت کې يو ملکي کس د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوى دى.

دې ډلې د مرکز دمشق په جنوبي سيمه کې هم په ډزو د پنځو ملکيانو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، حمص ښار د رژيم د مخالفو مظاهره چيانو په وړاندې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له خوا د خونړيو فشارونو په مرکز بدل شوى، دغه راز دا ښار د پوځ د تښتېدلو سرتېرو او برحاله حکومتي ځواکونو ترمنځ د سختو شخړو په سيمه هم بدل شوى دى.

د عرب ليګ ٩ کسيزه څارونکې مخکېنۍ ډله د پنج شنبې په ورځ سوريې ته ورسېده چې د څارونکي ماموريت د پيلېدو لپاره لار اواره کړي، دوى به پر مظاهرو د فشارونو د ختمولو لپاره د يوه توافق څارنه کوي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې له مارچ مياشتې راهيسې د ځپونکو اقداماتو په نتيجه کې تر ٥٠٠٠ زيات کسان وژل شوي دي.

د سوريې مخالفه شورا له دغو څارونکو غوښتي چې د سوريې ټولو سيمو ته دې سفر وکړي، که چېرې دا کار امکان ونه لري دوى دې بېرته له سوريې ووځي يا دې هم خپل ماموريت ختم کړي“

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم ويلي دى تمه لري چې د عرب ليګ څارونکي به د سوريې د حکومت د دې خبرې ثبوت پيدا کړي، چې تاوتريخوالى د ”وسلوالو تروريستانو“ کار دى.

خو لوېديځ حکومتونه او د بشري حقونو څارونکي بيا د اسد رژيم په وژنو تورنوي.

معلم د شنبې په ورځ د عرب ليګ د چارواکو له عالي رتبه ډلې سره وکتل، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت وياند د دوى خبرې ”مثبتې“ وارزولې.

د عرب ليګ د عمومي منشي مرستيال سمير سيف اليَزَل د عرب ليګ د ٩ کسيزې څارونکې مخکنۍ ډلې مشري کوي. دا لومړۍ څارونکې ډله ده، ورپسې به شا و خوا ٥٠ ماهران نن دمشق ته ځي. په تدريجي ډول به يې شمېر له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې زياتېږي.

دا ماموريت د عرب ليګ د هغه پلان يوه برخه ده چې د نومبر پر دويمه نېټه د سوريې له لوري هم تاييد شوى، د پلان پر اساس له سوريې څخه غوښتل شوي چې له ښارونو او د استوګنو له سيمو دې خپل پوځونه وباسي دغه راز د ملکيانو په وړاندې دې د تاوتريخوالي له کارولو لاس واخلي او بنديان دې خوشې کړي.

خو د دې توافق له لاسليکولو وروسته هم د اسد رژيم د مخالفانو په ځپلو تورن شوى دى.

د سوريې مخالفې شورا او د بشري حقونو فعالانو تور لګولى چې د سوريې حکومت د جمعې د ورځې په غبرګو ځان وژونکو چاودنو کې هم لاس درلود، چې په دمشق کې يې لږ تر لږه ٤٤ کسان ووژل.

د اسد رژيم بيا د القاعده په ګډون ”تروريستي سازمانونه“ د دغو بريدونو په ترسره کولو تورن کړي، خو په دې باب يې نور توضېحات نه دي ورکړي.
XS
SM
MD
LG