د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

په ایران کې د پروپاګند په تور فایزه هاشمي محکمې ته حاضره شوه


د فایزې هاشمي مدافع وکیل ویلي، چې د بندو دروازو شاته د محاکمې په جریان کې هغې ته ویل شوي چې د حکومت په ضد د پروپاګند په تور نیول شوې ده.
د فایزې هاشمي مدافع وکیل ویلي، چې د بندو دروازو شاته د محاکمې په جریان کې هغې ته ویل شوي چې د حکومت په ضد د پروپاګند په تور نیول شوې ده.
د ایران د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایزه هاشمي د موجود حکومت پر ضد د پروپاګند د خپرولو په تور پرون محکمې ته حاضره شوې.

د فایزې هاشمي مدافع وکیل ویلي، چې د بندو دروازو شاته د محاکمې په جریان کې هغې ته ویل شوي چې د حکومت په ضد د پروپاګند په تور نیول شوې ده.

فایزه هاشمي، په ایران کې د دوه زره نهم میلادي کال تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د حکومت ضد مظاهرو کې لیدل شوې وه.

دا د لنډ وخت لپاره د حکومت له خوا زنداني شوه خو بیرته خوشې شوه.

د میرمن هاشمي مدافع وکیل غلام علي ریاحي د ایران خبري اژانس ایسنا ته ویلي، چې د خپلې موکلې دفاعیه یې وړاندې کړې ده.

(ده ویلي، چې د محاکمې جریان علني نه دې نو له دې کبله د مسلې جزیات نه شي څرګندولای.

د ایسنا د خبري اژانس په حواله، د ایران د پخواني ولسمشر لور د (روزانلاین) په نوم له یوې ویب پاڼې سره تر مرکې وروسته، د رژیم په ضد په تبلیغاتو تورونه شوه.

د ازادۍ راډیو د فارسي څانګې خبریال وحید پور استاد د دې مسلې په اړه ازادۍ راډيو ته وویل، چې میرمن هاشمي له (روز انلاین ) سره په مرکه کې د رژیم د چلونکو په اړه سختې خبرې کړې وې لکه دا چې د ایران رژیم د اوباشانو له خوا اداره کیږي:

(په تیرو څو کلونو کې دا د ایران په سیاست کې له مخکښو ښځو ده، څو کاله مخکې یي په مطلق اکثریت راییو د ایران د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړی وو.

دې ډير موثر کار کاوه او هغه مهال په ایران کې د سیاسي جریاناتو له جدي منتقدو نماینده ګانو وه. )

د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې د ایران رژیم ته دا زغمل ګران وو، چې فایزه هاشمي د مخالفینو په مظاهرو کې را څرګندیږي او د رژیم په ضد خبرې کوي.

د ازادۍ راډيو د فارسي څانګې خبریالان وايي، چې په ایران کې تر انتخاباتو وروسته سلګونه تنه نیول شوي دي او د بندو دروازو شاته محاکمه شوي دي.

ویل کیږي، چې د فایزې هاشمي د کورنۍ اعتبار ښايي د دې سبب شي چې د دې په برخه کې د محکمې حکم ډير سخت نه وي.
XS
SM
MD
LG