د امریکا دفاع وزارت په ویب پاڼې کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان ایلن د ۲۰۱۲ کال د هغه پلان په اړه څرګندونې کړې، چې غواړي د امنیتي لاسته راوړنو د ساتنې په مقصد د کابل ختیځ لورې ته امنیتې ساحه پراخه کړې.
خپرونه لیکي:
جنرال جان الن، افغانستان ته تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د سفر پرمهال خبریالانو ته ویلي و، هیله من دی چې په راتلونکې کال کې د افغانستان په شمال، لویدیځ او جنوب کې امنیتې لاسته راوړنې غښتلې او قوې کړې.
خپرونه زیاتوي، دا چې د افغانستان په ختیځ کې د وسله والو پر ضد مهم عملیات دوام لري، جان الن غواړي د کابل ختیځ لوري ته امنیتې زون پراخ کړي.
د امریکا د دفاع وزارت خپرونه وړاندې لیکي: د ۱۷۲ مې پلي لوا قوماندان ډګرمن ایدوارد بوهینمان د مسلې په اهمیت پوه دی او د همدې مقصد لپاره یي د پکتیکا ولایت په ستراتیژیکې سېمې ښرنې کې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. د امریکایي ځواکونو دا اډه د پاکستان له پولي څخه دیرش میله فاصله لري.
د خپرونې په باور، پکتیکا ولایت، وسله والو ته د وسلو او مهماتو د رسولو په کار کې او دغه راز د پاکستان له لارې کندهار، کابل او شمالې ولایتونو ته د وسله والود تېریدو مهمه لار ده.
خپرونې د ډګرمن بوهینمان دا خبره هم راخیستی چې وایي، د پکتیکا ولایت د امنیتي چارو مسولیت افغانانو ته سپارل شوی او افغان ځواکونه ورځ تربلې ښه کېږي.
دی وایي، زما ټول پام دې مسلې ته اوښتی چې ایا افغان ځواکونه په تاکتیکې لحاظ د پکتیکا ولایت د امنیت ساتلو توان لرې؟ ایا دا ځواکونه په خپل ځان متکې دې؟ او په مجموع کې زموږ ماموریت دا دی چې افغان ځواکونه د راتلونکې لپاره چمتو کړو.
لاس انجلس ټایمز:
امریکا چاپ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو د بندیدو په اړه یوه مقاله لیکلې او د تحلیل په برخې کې یي راغلي:
د تروریزم پر ضد د امریکا د متحده ایالاتو پالیسي تر اوسه په خپل حال ده، خو سي اي ای پریکړه کړې چې په موقتې ډول د وسله والو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو د توغندیو حملې بندې کړي.
د امریکا د استخباراتو مرکزې اداره وایي، دا کار باید د دفاع وزارت د ګډو خاصوعملیاتو قوماندانۍ ته وسپارل شي تر څو هغوي د یمن او سومالیا د عملیاتو په څېر، د خپلو خاصو بې پيلوټه الوتکو او الوتنو په واسطه دا عملیات پر مخ بوزې.
لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي: په روان کال کې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د حقانې شبکې غړي چې له طالبانو سره ملګرې دي، په نښه شوې وو او متحده ایالاتو د حقانې ډله په کابل کې د ناتو په مرکز او په خپل سفارت باندې د حملو مسوله بللې ده.
د ورځپاڼې په باور، د ولسمشر بارک اوباما په دورې کې د بې پیلوټه الوتکو حملې پراخې شوې او د پاکستان په قبایلې سیمو کې په هر هغه هدف حمله کوي چې جدې ګواښ وبلل شي.