په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین ویلي چې مسکو د اروپا او امریکا د استازو غوښتنو ته په یو حد قایل دی .
د امنیت د شورا پنځلس غړي هیوادونه غواړي چې پر سوریې باندې په دې هیواد کې د تیرو نهه میاشتنیو مظاهرو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي .
خو ویتالي چورکین وايي باید په هغه ټول تاوتریخوالي چې د سوریې افرطي اپوزیسون یې ترسره کوي سترګې پټې نه شي:
”موږ به مسوده داسې بدله نه کړو چې په بشپړه توګه د اصلي مسودې د اهدافو مخالفه وي . که چیرې غوښتنه دا وي چې موږ د ټول هغه تاوتریخوالي څخه سترګې پټې کړو چې په دې هیواد کې یې افراطي اپوزیسون ترسره کوي نو داسې به ونه شي . که د دوی تمه له موږ دا وي چې د وسلو بندیز دې ولګول شي داسې هم نه شي کیدای ، ځکه موږ پوهیږو چې د وسلو بندیز په دې ورځو کې څه معنی لري.
یعني موږ په لیبیا کې ولیدل چې تاسو نه شئ کولی حکومت ته وسله ورکړئ خو هر څوک کولی شي چې د مخالفینو بیلابیلو ډلو ته وسلې ورکړي“
په عین حال کې لویدیځو استازو ویلي چې دوی پر سوریې د وسلو د بندیز غوښتونکي دي .
دوی همدارنګه د د سوریې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو د مساوي ګڼلو مفکوره رد کړې ده .
په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر پیتر ویتیګ ویلي هغه مسوده چې د روسیې له خوا سپارل شوي نه شي کولی چې د لویدیځو ځواکونو خوښه تر لاسه کړي .
د نوموړي په وینا د روسیې مسوده او وړاندیزونه ټولو اندېښنو ته ځواب نه وايي او د دې اړتیا ده چې د امنیت شورا د عربي ټولنې د پریکړو ملاتړ وکړي .
د سوریې په اړه د امنیت په شورا کې بحث په داسې حال کې زور اخیستی چې ددې هیواد دننه وضیعت ناارامه دی .
د جمعې په ورځ په دمشق کې دوو ځانو وژونکیو چادونو تر څلور څلوېښتو زیات کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل:
”دواړه ځانو وژونکیو چاودیدونکي مواد په موټرو کې ځای پرځای کړي وو او د ښار د ګڼې ګونې په سیمه کې یې چاودنې وکړې”
د سوریې دولتي ټلویزون ویلي د القاعده شبکې سره تړلي کسان په دې چاودنو کې لاس لري .
د دې چاودنو د قربانیانو د جنازو مراسم د شنبې په ورځ د زرګونو کسانو په ګډون ترسره شول .
په دې مراسمو کې برخه اخیستونکي په واټونو کې ولاړ وو او د ولسمشر بشارالاسد په پلوۍ او د مخالیفینو پر ضد یې شعارونه ورکول .
ملګري ملتونه وايي د سورېې د تیرو نهو میاشتینیو پاڅونونو او ناکراریو په ترڅ کې تر اوسه شا اوخوا پنځه زره کسان وژل شوي دي .