د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

سوريه: زرګونو کسانو د ٤٤ کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ


په زرګونو سوریایانو نن د هغو ۴۴ کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د جمعې په ورځ د دمشق ښار په دوو ځان وژونکو بمې چاودنو کې وژل شوي وو.

د وژل شویو کسانو په هر تابوت باندي د سوریې بیرغ اچول شوی و او د اتمې پیړۍ مسجد امه عیاد ته یوړل شول.

له جنازو سره روانو او په لارو کوڅو کې ولاړو خلکو د جمهور رئیس بشار الاسد په ملاتړ شعارونه ورکول.

د سوریې حکومت د جمعې د ورځې ځان وژونکو بمې چاودنو پړه په القاعده شبکې اچولې ده.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو امنیت شوری د دغو بمې چاودنو د قربانیانو له کورنیو او د سوریې له خلکو سره خواخوږې څرګنده کړې، خو د سوریې حکومت ته یي همدردې نده رسولې.

لویدیځ هیوادونه د بشارالاسد په رژیم تور لګوي چې له تېرو نهو میاشتو راهیسي د مظاهره کوونکو پر ضد وژونکی چلند کوي.

ملګرې ملتونه وایي، د سوریې په شخړو کې له پنځه زرو زیات کسان وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG