د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

سوسن رایس:پر ایران د بشپړو بندیزونو غوښتونکی یم


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیره سوسن رایس
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیره سوسن رایس
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیرې پرون د دې سازمان د امنیت شورا په غونډه کې پر ایران د بشپړو بندیزونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه، څو د دې هېواد د اټومي پروګرام فعالیت پڅ شي.

سوسن رایس، چې په نیویارک کې یي په دې اړه خبریالانو ته خبرې کولې وویل، چې هغه راپورچې د ملګروملتونو د اټومي انرژی ادارې په تیرې نومبر میاشت کې خپور کړی د شک ځای نه پریږدي چې د ایران د اټومي پروګرام هدف دی سوله ایز وي:

(امنیت شورا باید خپلې هڅې دوه برابره کړي او هغه بندیزونه چې په اوس وخت کې پر ایران لګول شوي عملي کړي.

په بشپړه توګه د دغو بندیزونو په عملي کېدو سره به ایران ته وښودل شي، چې باید د درغلی تاوان ورکړي.

دغه راز د بندیزونو په بشپړ عملي کیدو سره به د ایران د اټومي پروګرام فعالیت ورو شي او دا به موږ ته د دې امکان راکړي چې دغه لانجه له ډیپلوماتیکي لارې حل کړو.)

رایس دغه راز اندیښنه څرګنده کړه، چې تهران د خپلو نړېوالو مسولیتونو له پر ځای کولو اوږه خالي کوي او زیاته يي کړه دې هېواد په خپله اعلان کړی چې غواړي تر ځمکې لاندې د قم په تاسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو پروسه پیل کړي، د نوموړي په وینا ښایي دغه پروسه په روانه میاشت کې پیل شي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې وویل، ایران په قم ښار کې دغه تاسیسات له نړېوالو ټولنې ترهغو پټ ساتلی و، چې دوه کاله وړاندې افشا شول.
XS
SM
MD
LG