د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

شېرزاد: یوازې دې افغان ځواکونه کورونه تلاشي کړي


په ارزګان کې چهار شنبې په ورځ قومي مشرانو، مخورو او دولتي چارواکو په یوه پراخه غونډه کې د دې ولایت پر ستونزو خبرې وکړې او قومي مشرانو خپلې سپارښتنې وړاندې کړې.

دا سپارښتنې تر ډېره د بهرنیو ځواکونو له خوا د کورونو د تلاشیو د بندولو، پوهنې او بیارغونې په برخه کې دي.

په کابل کې زموږ خبریال حمید مهمند د ارزګان له والي محمد عمر شیرزاد سره په یوه ځانګړې مرکه کې د قومي مشرانو د سپارښتنو او غوښتنو په اړه معلومات غوښتي دي.

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG