د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د افغانستان د امنیت په اړه د م.م راپور رد کړ


د ملګروملتونو د سازمان له هغه راپور سره جوخت، چې وایي، په افغانستان کې د تیرکال په مقایسه په نا امنیو کې په سلو کې یو ویشت زیاتوالی راغلی، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، چې په دې هیواد کې په امنیتي وضع کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، د چهار شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د تیرکال په پرتله ملي اردو او پولیس پیاوړي شوي او ترډېره یې په دې هیواد کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه کم او محدود کړي دي.

جنرال عظیمي څرګنده کړه، چې د افغان ځواکونو پوځي امکانات ډېر شوي او سږ کال امنیتي وضع ډېره ښه شوې ده:

"په مجموعي توګه کولای شم تاسو ته ووایم، چې امنیتي وضع په سلو کې شپږویشت ښه شوې او د شمېراو تجهیزاتو له امله هم د تیرکال په پرتله په سلو کې نږدې دېرش زموږ ظرفیتونه لوړ شوي دي.

دغه راز دښمن له پوځي پلوه د تیرکال یا څو میاشتې مخکې په مقایسه کمزوری شوی."

دا غبرګون د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د هغه تازه راپور له خپرېدونه یوه ورځ وروسته کیږي، چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د تیرکال د یوولسو میاشتو په پرتله د روان کال په یوولسو میاشتو کې امنیتي پیښې په سلو کې یو ویشت زیاتې شوي دي.

بل لورته په افغانستان کې ناټو ځواکونو د ملګروملتونو د سازمان له راپور څخه یوه ورځ مخکې یو راپور خپور کړ، چې په کې راغلي، په دې هیواد کې د وسله والو مخالفانو په حملو کې په سلو کې اته کموالی راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم دغو راپورونه په اشاره وایي، چې په دې اړه باید دوی نورې څیړنې هم وکړي، خو څرګنده یې کړه، چې د تېرکال په پرتله د افغان ځواکونو وړتیا له هره پلوه زیاته شوې ده:

″موږ به دا څېړو او بیا به وروسته دا قضاوت کوو، چې څومره حقایقو ته نږدې دی، زموږ باور او سنجش دا دی، چې په تېر یو کال کې د افغانستان ملي پولیس او نورو ځواکونو دښمنانو ته کلکې ضربې ورکړي دي، د هغوی قومندانان وژل شوي، د هغوی کلیدي افراد نیول شوي دي.

دغه سنجشونه چې د بېلابېلو نهادونو له خوا کیږي شاید فرق ولري.″

وسله والومخالفانو په دې وروستیو کې خپل جنګي تاکتیک بدل کړی اوتر ډېره ځان وژونکې، ډله ییزې اوغلچکي حملې کوي، دغه راز په بیلابیلو سیمو کې یې د سړک ترڅنګ د ماینونو ښخولو ته هم زور ورکړی، چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته هم له همدې امله ډیرتلفات اوړي.

خو د امنیتي چارو کارپوهان وایي، چې امنیتي وضع په دې هیواد کې د تیرو کلونو په څېر اوس هم د اندیښنې وړ ده، د امنیتي چارو کارپوه جنرال هیګل سلیمانخیل له آزادي راډیو سره په خبرو کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو د سازمان له خوا وروستی خپور شوی راپور تایید کړ:

″یوه یا دوه میاشتې وضعیت ښه و بیا هماغه وضعه وي او هماغه حالت وي. تاسو د نورستان پوښتنه وکړﺉ، تاسو د نیمروز وکړﺉ د خوست وکړﺉ، چې څه کمي راغلې ده.

ملګرو ملتونه په افغانستان کې حضور لري، هغوی ته د افغانستان له کنج نه راپورونه ورته راځي، د هغوی راپور غلط راپور نه دی، درست راپور دی. ″

په افغانستان کې په داسې حال کې د امنیتي وضعې او تاوتریخوالي په اړه ضد نقیض راپورونه خپریږي؛ چې لاهم وسله وال مخالفان ځان وژونکې او ډله ییزې وسلوالې حملې کوي، لاهم د افغانستان په لرو پرتو سیموکې حکومت لازم حاکمیت نه لري او خلکوته حکومتي خدمتونه یا نه رسیږي او یا هم کم او ناڅیز دي.

په عین حال کې له بهرنیوځواکونوڅخه افغان امنیتي ځواکونوته د امنیتی مسوولیتونود انتقال دوهم پړاو هم پیل شوی او د ځینو سیمواو ولایتونو مسوولیتونه افغان ځواکونوته سپارل شویدي.

افغان امنیتي چارواکي وایی چې دوی په دې هڅه کې دي ترڅو د ملي اردو اوپولیسو وړتیاوې او امکانات زیات او دوی وتوانیږي د ټول افغانستان امنیتی مسوولیتونه ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG