د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

نوی سیاسي ډلې "ولسي جبهې" هم خپل فعالیت اعلان کړ


د جبهې ريیس شاه محمود په لومړېو شیبو کې، له دولت څخه دوه غوښتنې وکړې
د جبهې ريیس شاه محمود په لومړېو شیبو کې، له دولت څخه دوه غوښتنې وکړې
« اوج » یا د « افغانستان ولسي جبهې» په نامه یوې نوې سیاسي ډلې د خپل فعالیت په لومړېو شیبو کې، له دولت څخه دوه غوښتنې وکړې:

یو دا چې د قومي مشرانو او معتبرو شخصیتونو وژونکي دې افشا او ژر تر ژره دې محاکمو ته راکښل شي.

او بله دا چې دولت دې خلکو ته د هغو زرګونو میلیونونو ډالرو حساب کتاب ورکړي چې په وروستیو لسو کلونو کې ورسره مرسته شوې ده.

دې جبهې د یکشنبې په ورځ په کابل کې په رسمي توګه خپل فعالیت اعلان کړ، د جبهې ريیس شاه محمود پوپل وویل:

«په تیرو لسو کلونو کې زموږ په زرګونو مهم شخصیتونه ترور شول، خو قاتلین یي محاکمه نه شول، دولت باید دا قاتللان ومومي او بله دا چې جبهه له دولت څخه د هغو مرستو د لګښتونو حساب غواړي چې بهرنیانو ورسره مرسته کړې ده.»

مسئولینو وویل، په دې جبهه کې پنځه سیاسي ګوندونه او څه باندې اولس ټولنیز سازمانونه راټول شوي دي.

د افغانستان د مالیي وزارت وایي، په وروستیو لسو کلونو کې له دوي سره دوه ډوله مرستې شوي، یوه یي د افغانستان د بودیجې له لارې لګېدلې چې حساب ورکول اسان دي او بله هغه بهرنی مرسته ده چې بهرنیو موسسو په خپله پر پروژو لګولې او حساب ورکول یي هم بهرنیانو پورې اړه لري.

د افغانستان د عدلي وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې اوس مهال څه کم لس سیاسي ګوندونه شته چې له دوي سره راجستر دی.

خو خلک وایي، په وروستیو څه باندې لسو کلونو کې داسې ډیر ګوندونه او جبهې جوړې شوي، خو کومه مثبته نتیجه یي نه ده ورکړې.

د عبدالولي په نامه یوه تن ازادۍ رادیو ته وویل:

«که دا جبهې او سیاسي ګوندونه د دوي په خبرو عمل وکړي ښه نتیجه ورکوي او که د خلکو مصروف ساتل وي، دا بې ګټې هڅې دي.»

کارپوهان وایي، په افغانستان کې زیاتره سیاسي ګوندونه قومي، سیمه ایز او ژبني جوړښتونه لري چې د ټول ملت استازیتوب نه شي کولای.

خو « ا وج » یا د افغانستان ولسي جبهه وایي، په دې جبهه کې د هېواد د هرې سیمي، هر قوم او هرې ژبې شخص ګډون کړی دی.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG