د کندهار د قومونو او قبایلو چارو پخوانی ریس عبدالباقي رغبت تیره شپه د وسلوالو طالبانو په برید کې ووژل شوو، عبدالباقي رغبت دا مهال په کابل کې د قومونو قبایلو او سرحداتو چارو په وزارت کې سلاکار وو.
نوموړي اته کاله د کندهار د قومو قبایلو او سرحداتو چارو ریاست ریس وو، د کندهار د والي ویاند زلمی ایوبي ازادۍ رادیو ته وویل، چې پر نوموړي تیره شپه په شکاپور دروازه کې خپل کورته نږدې وسلوالو حمله کړې او وژل شوی.
د والي ویاند وایي، وسلوال د پیښې له ځایه تښتیدلی او پولیس د نیولو په لټه کې دی:
((دی مخکې زموږ سره د کندهار په اداره کې د قبایلو قومونو او سرحداتو چارو ریس وو او اوس په دغه وزارت کې مشاور وو په ډیره خواشینی سره چې تیره شپه نا معلومو وسلوالو شهید کړی.))
بل خوا د دولت وسلوالو مخالفینو د دغه برید مسوولیت منلی، طالبانو په یوه ټیلیفوني پیغام کې ویلي، چې عبدالباقي رغبت د قومو قبایلو او سرحداتو چارو د وزارت مرستیال وو.
د کندهار د قومونو قبایلو او سرحداتو چارو پخوانی ریس په داسې حال کې وژل کېږي، چې له دې مخکې د حج او اوقافو اطلاعاتو او کلتور کار او ټولنیزو چارو ریسان ښاروال او دوه مرستیالان یي په جلا جلا پیښو کې وژل شوي.
محمدصادق رښتینی،کندهار