د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۹

اعظم: ګومان کېږي افغانستان ته له ايرانه خطر پېښ دى


سيد اعظم
سيد اعظم
وروسته له دې چې ایران وویل، د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه یې په خپل هوايي حریم د تېري په مهال کشف کړې او نیولې ده، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفیر احضار کړ او په دې خاطر یې اعتراض وکړ چې امریکايي الوتکه د افغانستان له خاورې ایران ته داخله شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون یو ځل بیا له افغانستانه وغوښتل چې د ایران خاورې ته د امریکايي الوتکو د اوښتو مخه ونیسي او که افغانستان دا کار ونه کړي نو ایران به افغانستان ته د یوه دوست هیواد په سترګه ونه ګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا خبره له دې سره سره وکړه چې د افغانستان ولسمشر وړمه ورځ په کابل کې د امریکا له دفاع وزیر لیون پنیتا سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان نه غواړي چې د ایران او امریکا په دښمنۍ کې ځان ښکېل کړدي.

عصمت څاروان د افغانستان او ایران د وروستۍ لانجې د احتمالي اغېزو په اړه د سیاسي چارو له یوه افغان کارپوه سید اعظم سره مرکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG