د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

ايران سږ کال ٤٨٨ کسان اعدام کړي


د بخښنې نړيوال سازمان په خپل راپور چې ٤٤ مخونه لري او د پنج شنبې په ورځ په لندن کې خپور شو، پر ايران ږغ کړى چې د زياتېدونکو مرموزو اعدامونو لړۍ دې ودروي.

د راپور په حواله، روان ميلادي کال په دغه هېواد کې د مخدره موادو د کار و بار په جرم لږ تر لږه ٤٨٨ کسان اعدام شوي، چې د ٢٠٠٩م کال په پرتله تقريباً درې برابره زياتوالى ښيي، هغه کال په ورته تور ١٦٦ کسان اعدام شوي وو.

په راپور کې ويل شوي د افغانانو په ګډون بېوزلي خلک، څنډې ته شوې ډلې، قومي اقليتونه او بهرني اتباع تر ډېره د مخدره موادو په جرم د اعدامونو له خطر سره مخامخ دي.

امنستي انټرنېشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان وايي ښايي شا و خوا ٤٠٠٠ افغانان به د مخدره موادو د کار و بار په جرم د مرګ په سزا محکوم شوي وي او په خاص ډول له افغانانو سره عدلي سيسټم غيرعادلانه چلند کړى دى.

سازمان زياتوي، دوى ته داسې راپورونه رسېدلي چې ځينې افغانان له محاکمې پرته اعدام شوي او يوازې يې د زندانونو له چارواکو له خپل قريب الوقوع اعدام څخه خبر ترلاسه کړى دى.

د رسمي او غيررسمي سرچينو په حواله، په روان ميلادي کال کې په ايران کې ټولټال د ٦٠٠ اعدامونو راپور ورکړل شوى دى، چې د بخښنې نړيوال سازمان په حواله،٨١ فيصده اعدامونه د مخدره موادو د قاچاق له درکه وو.

ايران د نړۍ په کچه څلورم هېواد دى چې د مخدره موادو اړوند د مرګ سزا په کې زياته ده. د مخدره موادو د قاچاق نړيواله لار هم له ايرانه تېرېږي.

ايران په دې وروستيو کې په خپلو پولو کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره د ځينو اروپايي هېوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون په نړيواله کچه ځينې مرستې ترلاسه کړې دي.

د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره د بخښنې نړيوال سازمان مرستيال مشر ان هاريسون وويل:

”ايراني چارواکو د مخدره موادو د ستونزې د حل لپاره په مبالغه امېزه توګه زياتېدونکو وژنو ته مخه کړې، داسې اسناد نه شته چې وښيي اعدامونه دې د زنداني کېدو پرځاى د مخدره موادو د قاچاق مخه په اغېزناک ډول ونيسي”

په راپور کې له ايران څخه غوښتل شوي چې په نهايت کې دې د ټولو جرمونو لپاره د مرګ سزا ليرې کړي او د مخدره موادو په تور اعدامونه دې ودروي چې دا له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده.

د بخښنې نړيوال سازمان وايي، ايراني چارواکو تېر ميلادي کال په رسمي ډول ٢٥٣ اعدامونه تاييد کړي وو چې په دې کې ١٧٢ کسان د مخدره موادو په جرم په دار ځړول شوي وو چې د دې عمومي شمېر ٦٨ فيصده ښيي.


په ايران کې د افغان کډوالو د اعدامونو په باب تر دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو چې ايراني چارواکو ورسره موافقه کړې، چې افغان بنديان به ورسپاري، خو داسې ښکاري چې دغه کار عملاً پيل شوى نه دى.

د بخښنې نړيوال سازمان د دې وروستي راپور په باب افغان چارواکو تر اوسه نظر نه دى څرګند کړى.
XS
SM
MD
LG