د نړۍ د هوا د وضیعت د بدلیدو سره د مبارزې لپاره په جنوبي افریقا کې په دې اړه د نړېوال کنفرانس ګډونوال یوې سلا ته رسیدلې دي .
د ۱۹۴ لوریو ترمنځ په دې کنفرانس کې په دې سلا شوې څو د یو داسې نوې تړون په اړه خبرې اترې پیل کړي چې له مخې به یې په ټولو هیوادونو د مضرو ګازونو کنترولول له قانوني پلوه الزامي وي .
ټاکل شوې چې دا تړون به په ۲۰۲۰ م کال کې عملي شي . دا مهال د ۱۹۹۷ م کال د کي ټو د تړون له مخې یوازې صنعتي هیوادونه په دې برخه کې مسول بلل کېږي .
د کي ټو تړون راتلونکې کال پای ته رسیږي خو د یکشنبې د ورځې د موافقې له مخې به د کي ټو تړون د پنځو نورو کلونو لپاره دوام وکړي .