د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

مولوي فقیرمحمد په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو باندې زیاتې حملې تنظیم کړي


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په کندز کې د یوې کورنۍ په دریو ځوانو انجونو باندې د تیزاب شیندلو د پیښې د څلورو عاملینو د نیولو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

د بشري حقونو فعالانو د دغه عمل پر وړاندې د افغان حکومت د سخت دریځ ستانیه کړې ده.

ورځپاڼه لیکې: له پیښې وروسته د کندز پولیسو په چټکۍ سره د مشکوکو کسانو د نیولو هلې ځلې پیل کړي او په لسو ورځو کې یي حمله کوونکې ونیول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یو وحشیانه او ظالمانه عمل وباله.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) د بشري حقوقونو مشره جورجیت ګاګنون وایي، دوي هیله من دي چې افغان حکومت به حمله کوونکې، د ښځو پر ضد د شخړو د له منځه وړلو د قانون پر اساس محاکمه کړې . دا قانون تېرکال تصویب شوي دی.

نیویارک ټایمز لیکې: په دغه قانون کې د لومړي ځل لپاره زیات شمېر هغه دودونه چې په افغاني ټولنې کې د ښځو په تاوان وو، غیر قانوني اعلان شوي خو په موجودو شرایطو کې ښځې دا توان نه لري چې د ناخوالو په صورت کې محکمو ته لاړې شي او عریضې وکړې.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

ملګرو ملتونو تېر کال په یوه راپور کې ولیکل، د ۲۰۱۰ کال د مارچ له میاشتې څخه د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې پورې چې افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د بندولو قانون جارې کړی، د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمیسیون ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او شخړو مربوط ۲۲۹۹شکایتونه رسیدلې او ثبت شوي دي، خو یوازې په سلو کې ۷ دوسیې یي په قانونې ډول تعقیب شوي دي.

ټایمز:

انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د پاکستانې طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د سولې د خبرو په اړه یوه مقاله لیکلې او د دغې ډلې د فعالیتونو او معرفۍ وروسته لیکي:

په باجوړ ایجنسۍ کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مشر، مولوي فقیرمحمد دی او له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.

په ده باندې تور دی چې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو باندې زیاتې حملې یي تنظیم کړي دي.

د پاکستان پوځ په تېر اګست میاشت کې په باجوړ کې ستر پوځي عملیات کړې وو او له سختو جګړو وروسته یي سیمه له طالبانو پاکه کړې وه.

ټایمز زیاتوي، د امریکا متحده ایالات چې د پاکستان پوځ ته او د دغه هېواد د کمزوري اقتصاد لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکوې، د اسلام اباد او تحریک طالبان د ډلې تر منځ د سولې په دې خبرو ممکن خوښ نه وي او دا ځکه چې امریکا دا ډله تررویستې ډله بللې ده.
XS
SM
MD
LG