نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې، "له یوې وژونکې حملې څخه د یوه افغان جنرال بچ کیدل" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي: په پوځي قشلو او تاسیساتو کې زیات شمېر حملې د داخلي عناصرو په مرسته تر سره کیږي.
ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جنوب کې د جګ پوړي افغان جنرال عبدالحمید په چوکۍ کې چاویدونکې مواد ځای پر ځای شوې وو او کوم کس چې دا مواد یې ایښې وو، له څو امنیتي کمربندونو څخه تېر شوی او د جنرال کوټې ته یې مواد تېر کړي وو.
ورځپاڼه زیاتوي، مخالفانو یو ځل بیا وښودله چې هدف ته د لار موندلو په کار کې ښه دي، خو له تکنالوژۍ څخه په کار اخیستنې کې کمزوري دي.
جنرال عبدالحمید د ملي پوځ د ۲۰۵ اتل غنډ د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې له خبرو وروسته خپل دفتر ته ستون شو او چې کله د دوهم ځل لپاره له خپلې څوکۍ څخه پورته شو او د فراغت د سندونو په ورکولو یې پیل وکړ، په څوکۍ کې ځای پرځای شوي چاودیدونکي مواد یې له لیرې واټن څخه وچول شول.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، په تېر اپریل میاشت کې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال خان محمد مجاهد په دفتر کې چاودنه، د لغمان ولایت ۲۰۱ پوځي اډې ته د پوځيانو په جامو کې د وسله والو داخلیدل، د کندهار له زندان نه د ۵۰۰ بندیانو د تیښتې او د جمهور ريیس حامد کرزي د ورور وژنه او نورې پیښې ښیي، چې په دې ټولو کې کورني لاسونه دخیل دي.
نیویارک ټایمز لیکي، د ملي پوځ له لیکو څخه د عسکرو تیښتې ته په کتنې، پوښتنه پیدا کیږي، چی تر کومه حده باید په افغان ځواکونو اعتماد وشي؟
د ورځپاڼې په باور، له پوځ څخه د عسکرو تیښته په کال کې په سلو کې ۲۴ اټکل شوی، په دې معنی چې له هرو څلور سویو سرتېرو څخه یو یې له دندې تښتي.
فایننشل ټایمز:
فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې لیکلي، افغانستان د کانونو د استخراج پیسو ته ستره هیله او امید لري. که څه هم چې د کانونو لپاره د اورګاډي یا ټرینونو پټلۍ زیات اهمیت لري، په دغه غرني هیواد کې د پټلۍ غزولو کار تازه پیل شوی دی.
د افغانستان د کانو وزیر وایي، پلان لري، چې په کال کې به تر پنځو کانونو پورې مزایدې ته وړاندې کړي.
ورځپاڼه د سروزرو د کانونو د مشهور پانګوال "پیټر هامبرو" چې مرکز یې په انګلستان کې دی، خبره راخیستې چې وایي، افغانستان په دې هلو ځلو سره غواړي له یوې خوا خپل عاید زیات کړي او له بلې خوا په هیواد کې د کوکنارو د کر لپاره یو بدیل هم پیدا کړي.
فایننشل ټایمز زیاتوي، افغانستان پلان لري، چې تر ۲۰۱۶ کال پورې د خپل ناخالصه عاید په سلو کې ۲۵ له کانونو څخه تر لاسه کړي. افغانستان به دغه راز د کانونو د استخراج لپاره انتقالي لارې هم جوړې کړي.