د بریتانیې د دفاع وزیرفیلیپ هامونډ ویلي، د دوي ځواکونه به په هلمند کې له هغو سیمو چې اوس په کې دې اخوا خپل عملیات پراخه نه کړي.
نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې ټاکل شوې راتلونکې کال د امریکا د متحدو ایالتونو یو شمېر سمندري ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په هلمند کې باید بریتانوي ځواکونه د هغوي ځای ډک کړي.
د بریتانیي د دفاع وزارت چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي په هلمند کې پر بریتانوي سرتیرو فشار واچول شي چې له افغانستان څخه د وتونکیو امریکايي سرتیرو ځای ډک کړي.
خو د فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د بریتانیې د دفاع وزیر د لومړي ځل لپاره ویلي، هېواد به یي د امریکا دا غوښتنه چې د هلمند له مرکزي سیمو څخه نورو سیمو ته د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړي ونه مني.
پر ځای یې فیلیپ هامونډ ټینګار کړی، چې د هغو سیمو د امنیت د ساتنې چارې دې خپله افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي چې راتلونکې کال کې ترې امریکايي سرتیري وځي.
د نوموړي په وینا له دې افغان ځواکونو سره دې امریکا د هیلوکوپټرو، چټکو جیټ الوتکو او نورو تجهیزاتو له پلوه ملاتړ وکړي.
د بریتانیې د دفاع وزیر د بریتانیې یو څیړنیز مرکز کې د وینا پر مهال وویل، موږ هیڅکله د خپلو عملیاتو سیمه نه پراخوو او نه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو رول بدلوو. د نوموړي په وینا موږبه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه خالي شوي ځایونه ډک نه کړو.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ددې کال په سر کې اعلان وکړ چې امریکا به له افغانستان څخه تر ۲۰۱۲ م کال پورې ټول هغه دري دیرش زره اضافي سرتیري وباسي چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې دې هیواد ته استولی دي.
د دفاعي چارو څارونکي باور لري چې په دې سرتیرو کې به لس زره سرتیري راتلونکې کال له هلمند ولایت څخه وویستل شي.
له بلې خوا بریتانیا که څه هم غواړ ي له افغانستان څخه خپل سرتیري کم کړي خو ټاکل شوې ده چې په راتلونکې کال کې به په افغانستان کې له خپلو لس زرو سرتیرو څخه یوازې پنځه سوه سرتیري وباسي.
په عین حال کې د بریتانیې د صدراعظم دفتر ویلي د بریتانيې د ملي امنیت شورا به راتلونکې اونۍ له افغانستان څخه د بریتانیوي سرتیرو د ایستلو پر پلان او په هلمند ولایت کې د راتلونکې رول په اړه خبرې وکړي.
د ګارډین ورځپاڼې ویلي د افغانستان څخه د بریتانوي سرتیرو د ایستلو په برخه کې به د بریتانیې د امنیت شورا په وړاندې یو انتخاب دا وي چې تر ۲۰۱۳ م کال پورې په افغانستان کې خپل څلور زره سرتیري کم کړي.
د بریتانیې صدراعظم دا تایید کړې چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به یوازې کم شمیر بریتانوي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي چې هغوی به هم جګړیز رول نه لري.