د روسيې په ترسره شوو پارلماني انتخاباتو کې که څه هم واکمن متحده روسيې ګوند په پارلمان کې خپل اکثریت ټینګ ساتلی، خو د تېر په مقایسه يې ملاتړ کم څرګند شوی دی.
د روسيې د انتخاباتو مرکزي کمیسون وايي، چې متحده روسيې ګوند د څه د پاسه اتیا فیصده شمېرل شوو رایو څخه په سلو کې څه د پاسه پینځوس رایې ګټلي او په لومړي مقام کې دی.
دې ګوند د ۲۰۰۷م کال په پارلماني انتخاباتو کې په سلو کې څلور شپیته عشاریه درې رایې ترلاسه کړې وې.
د روسیې کمیونست ګوند د نولس فیصده رایو په اخستو په دوهم ځای کې دی او په دریم مقام کې چپ منځلارۍ ګوند با عدالته روسیه ده، چې نزدې دیارلس په سلو کې رایې يې ګټلي دي.
صدراعظم ولادمیر پوتین، چې د ولسمشر مدویدیف تر څنګ ولاړ و، په یوه تلویزوني وینا کې د انتخاباتو د نتیجي په اړه وویل:
″د دغو نتیجو پر اساس به وتوانیږو، چې د خپل هیواد باثباته پرمختګ یقیني کړو.″
خو نوموړي چې اټکل کیږي، د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخابات به وګټي، په دې اړه، چې ولې د پخوا په مقایسه د متحده روسیې ګوند ملاتړ کم شوی دی څه ونه ویل.
دغه راز د روسيې ولسمشر چې تمه ده، په راتلونکې دوره کې د هیواد صدراعظم وي، وویل د انتخاباتو دا نتیجه ښيي، چې د روسيې ډیموکراسي څومره فعاله ده.
د روسيې د پارلماني انتخاباتو د نتیجو په اړه د دغه هیواد د کمیونست ګوند مشر ګینادي زیاګونوف خبریالانو ته وویل:
″زموږ د هیواد وګړي د واکمن ګوند له مسیر څخه اوښتي دي. د خلکو د نظرونو د بدلولو د هڅو سره سره بیا هم خلکو د متحده روسيې ګوند ملاتړ ونه کړ. په حقیقت کې دې ګوند د روسيې په هر ښار کې ماته وخوړه.″
د مسکو د سیاسي څیړونو د مرکز کتونکي پاول سالین ازادۍ راډیو ته وویل، دا د متحده روسيې ګوند بشپړه ماته نه ده، خو دا نه یوازې دې ګوند بلکې چارواکو ته هم یو خبردارۍ دی.
په ټولنه کې اعتراض شکل نیولی او د حکومت اپوزوسیون کولی شي، چې د خلکو دې مزاج ته پراختیا ورکړي.″
په عین حال کې په مسکو کې د حکومت مخالفو ګوندونو لاریونونه او مظاهرې هم کړې دي.
د راپورونو له مخې د مسکو په مرکزي برخه کې د مظاهرې پر مهال پولیسو شاوخوا سل تنه نیولې دي. مظاهره کونکو د شرم دی شرم دی شعارونه ورکول.
دغه راز په ستپیترسبورګ ښار کې هم د حکومت مخالفانو مظاهرې وکړې او د انتخاباتو د مرکزي کمیسون په وینا دغلته په انتخاباتو کې د خلکو ونډه څه د پاسه پنځوس فیصده وه.