د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

کونړ: د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې


په ختيځو ولايتونو کې د ملي اردو مسولين چې تيره شپه يې دکونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو جنګ کړی، چې په ترڅ کې يې وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او د دوی يوتن سرتيري وژل شوي او يو ټپي شو ی دى.

له تيرو څو ورځو راهيسې دکونړ په ماڼو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو او نړيوالو ځواکونو پر ګزمو او اکمالاتي کاروانونو خپل بريدونه زيات کړي؛ چې په ترڅ کې يې په جنګ کې د ښکېلو خواو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم ځاني زيانونه اوښتي دي.

په ختيځو ولايتونو کې ددوه سوه يو سيلاب قل اردو ددوهمې لوا وياند جګړن شيرين اغا ازادۍ راډيو ته وويل، چې تيره شپه دافغان او نړيوالو ځواکونو ګډ کاروان د ماڼوګي ولسوالۍ له مرکز ننګلام څخه د اسعد اباد پر رارون و، چې د برکنډۍ او ټنټيل سيمو کې د وسله والو طالبانو سره پر جګړه واوښتل، چې په جګړه کې د ملي اردو يو سرتيري وژل شوي او يو ټپي شوى دى او دپنځو په شاوخواکې وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې دوه ټپي طالبان يې ژوندي نيولي او اوسمهال داسد اباد په مرکزي روغتون کې تر درملني لاندې دي.

″ماڼوګي کې مو دوه وسله وال زخميان نيولي دي، چې داسعد اباد په روغتون کې د درملنې لاندې دي، زموږ يوسرتيرى وژل شوی او بل ټپي شوى دى، د دې ترڅنګ دوه ملکې موټر چلوونکي چې کاروان کې راون وو، د هغوی څخه هم يو وژل شوی او پل ټپي شوى دى.″

هغه وويل، چې په پيښه کې ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتي، خو د اسعد اباد په روغتون کې څلور تنه ولسي وګړي، چې په ياده پيښه کې ټپيان شوي، تر درملنې لاندې درې يې ماشومان او يو تن غټ دى دوی ازادۍ راډيو ته وويل، چې په خپلو کورونو کې چې جګړه پيل شوه او ټپيان شول.

″زما نوم نورالحق دى او دبرکنډۍ اوسيدونکې يم. په خپل کورکې ناست وم، چې جګړه پيل شوه او ملي اردو سرتيرو په کور کې وويشتم، دوی سرونه ټيټ کړې وي او ډزې کوي، نه کور ګوري او نه جومات ګوري، دوی بايد دښمن په نخښه کړي او هدف بايد و ولي، موږ سوله غواړو او جنګ نه غواړو.″

۲ - نوم مې انصارالله دى. له کور څخه بهر ووتم سخته جګړه وه، دواړو خواو ډزې کولې زه پر پښه ولګيدم نه پوهيږم چې چا وويشتلم.″

داسعداباد مرکزي روغتون رييس ډاکټر محمد فاروق سهاک ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوی ته ټول شپږ تنه ټپيان راوړل شوي درې يې ماشومان او درې يې غټان دي او د دولتي چارواکو پر وينا دوه يې وسله وال طالبان دي .″

خو جګړن شيرين اغا بيا دانه مني چې ګنې د ملي اردو په ډزو کې دې ولسي خلکو ته زيان اوښتى وي:

″زه دا بلکل ردوم چې ګنې زموږ سرتيرو دې ملکي خلکو ته زيان اړولي وي، يا دې دوی پر کورونو ډزې کړې وي، خو د سولې او امن دښمنان هميشه ولسي خلک سپر کوي او د خلکو له کورونو پر موږ ډزې کوي.″

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پر تليفون ازادۍ راډيو ته دعوه وکړه، چې په ټنټيل او بر کنډۍ کې يې د ملي اردو دوه تنه سرتيري وژلي او درې يې ټپيان کړي دي او د خپلو ملګرو دوژل کېدو او نيول کېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.

دافغانستان له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې تيره شپه يې دکونړ، خوست او قندهار ولايتونو کې وسله والو مخالفينو سره د بيلابيلو جګړو په ترڅ کې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او په دغو نښتو کې د ملي اردو دوه سرتيري وژل شوي او پنځه ټپيان شوي دي.
XS
SM
MD
LG