لویدیځ غواړي، چې د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې کابل ته د یوه ملګري په توګه د خپلو عسکرو د ویستلو په درشل کې خپل دومداره ملاتړ څرګند کړي، خو په اروپا کې اقتصادي ګډوډې او له ایران او پاکستان سره د لویدیځ کړکیچ د لویدیځ د دې فیصلو په اړه شکونه راپاوي.
د افغانستان د نړېوالو ملګرو هدف دا دی، چې په افغانستان کې د دوي د عسکرو له وتلو سره یو پیاوړي حکومت وي، څو هغسې حالت چې په نولس سوه دوه نویم میلادي کال کې افغانستان ورسره مخامخ شوي وو او د کورنۍ جګړې ښکار شو بیا رانشي.
د بن د کنفرانس په درشل کې چې د لویدیځو قدرتونو په لسګونو د بهرنیو چارو وزیران په جرمني کې راټول شوی وو، ژمنه یي وکړه چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې له افغانستان څخه د خپلو ډیرو شمېر جنګې عسکرو تر وویستلو وروسته به هم ددوی هیوادونه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر ګایدو ویستر ویلي وویل، موږ باید تاریخي تیر وتنه بیا تکرار نه کړو، هغه زیاته کړه دا به په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې د شتوالی پای نه وي مونږ به له دوه زره څوارلسم کال وروسته هم افغانستان هیر نه کړو موږ به له دې هېواد سره یو.
تر دې دمخه لس کاله مخکې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې تر حملې وروسته په دوه زره لومړی میلادي کال کې هم د افغانستان د بیا رغوني لپاره ورته کنفرانس په بن کې جوړ شوی وو.
په دې اړه چې د افغانستان حکومت به خپله د دې توان ولري چې امنیت تامین کړی اندیښې ډیرې زیاتي دي، خو دا چې څنګه به د افغانستان پولیسو او پوځ ته چې نوی او بې تجربې دي مالي مرستې شریکي کړي ، دا چې له طالبانو سره ظاهر د سولې په ټپه ولاړې خبرې به دوي سولی ته وهڅولې شي او کنه عمده مسایل دي، خو دې مسایلو ته پاملرنه به ممکنه ده چې د پاکستان او ایران سره د واشنګټن د روانې سختې لانجې تر سیورې لاندې راشي.
پاکستان او ایران د افغانستان هغه دوه ګاونډیان دي چې په دې هیواد کې مداخلې کوي.
پاکستان د افغانستان ناامنه خو پیاوړی ګاونډی دی. دې هیواد چې د افغانستان د شخړو په حل کې یې رول مهم بلل کیږي د بن په کنفرانس کې له ګډونه ځان ګوښه کړي.
ډیر لویدیځ وال هیله من دی چې پاکستان به په طالبانو کې د خپل نفوذ څخه له دوی سره د سولی په خبرو کې کار واخلي.
یو شمېر نور په لویدیځ کې اندیښمن دي او وايي، چې په افغانستان کې د کافی بهرنیو عسکرو له نشتوالی او دننه په دی هیواد کې کمزوری امنیتی حالت به ممکن بیا دا هیواد له کورنۍ جګړې سره مخامخ کړي.
د اسیا پسفیک فوندیشن د نړېوال امنیت د څانګې مشر ساجان ګوهیل وايي د افغانستان مخې ته بلا ستونزي پرتي دي.
د هغه په وینا د افغانستان امنیت له پاکستان سره نیژدي تړاو لري. که چرته دننه په پاکستان کې امنتي وضع خرابه شي نو په افغانستان هم اثر کوي.
د هغه په وینا د پاکستان او متحد ایالاتو تر منځ رواني اړیکې کولی چې وضعیت تر دی هم خراب کړي. هغه وايي که چرته له ایران سره د لویدیځ اړیکې تر دی هم خرابی شی نو دا وضعیت هم کولی شی چې په افغانستان کې د ستونزو سبب شي.