نن د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس کېږي.
په دغه کنفرانس کې چې د شاوخوا سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي، په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګیدو پرلارو چارو خبرې کیږي او نړیواله ټولنه به یوځل د یوې اوږدې مودې لپاره له دې هیواد سره خپلې ژمنې تازه کړي.
د ملګروملتونو عمومي منشي ″بان کي مون″ چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بن ته تللی، وایي، د افغانستان بیارغونه به سخته او ستونزمنه وي، خو دا سازمان به د دې هیواد له بیاودانولو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په دې باب د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو د ازادۍ راډيو خبريالانو بحثونه رالېږلي چې په کيڼ اړخ کې يې د (ږغ) له برخې واورئ