د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۱

ستانکزى: د بن اوسنى کنفرانس له مخکېني سره توپير لري


د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزی
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزی
نن د جرمني بن ښار د افغانستان په اړه د لومړني کنفرانس لسمه کاله په بل کنفرانس سره لمانځي، په دې مانا چې لس کاله وروسته بیا نړېواله ټولنه په بن کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د دی هېواد د راتلونکې په اړه خبرې کوي او خپلې ژمنې تازه کوي.

د بن لومړني کنفرانس چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته جوړشوی و، د افغانستان لپاره مشخص نتایج له ځان سره لرل.

د دغه کنفرانس د پریکړو په اساس په افغانستان کې موقته اداره رامنځ ته شوه، چې نړېوالې ټولنې یې ملاتړ وکړ او دا ملاتړ تر ننه دوام لري.

د لومړني کنفرانس لاس ته راوړنو ته په پام سره د افغانستان دولت او نړېواله ټولنه د بن له دوهم کنفرانس څخه څه هیلې او توقعات لري.

نوریاس نوري د بن د دوهم کنفرانس په اړه د افغانستان د سیاسي چارو له کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصراله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یي ترې دا پوښتنه کړې چې د بن د لومړني او دوهم کنفرانس توپیر په څه کې دی او دغه دوهم کنفرانس د افغانستان د راتلونکې لپاره څومره مهم دی؟

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG