د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۶

فيضي: له وسلوالو سره د خبرو او پخلاينې مشري بايد افغانستان وکړي


ایمل فیضي د افغان حکومت ویاند
ایمل فیضي د افغان حکومت ویاند
له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې هغه موضوع ده چې افغان حکومت غواړي د بن په کنفرانس کې یي مطرح کړي.

افغان چارواکي وايي، چې د بن په کنفرانس کې به د دوي ډېر ټینګار پر دې وي چې د سولې د خبرو مشري د افغانستان حکومت وکړي.

د افغان حکومت ویاند له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې پردې خبرې د ټینګار تر څنګ دا هم وویل، چې که چېرته د دې خبرو اترو مشري افغان دولت وکړي نو هغه اندېښنې به هم په پام کې وساتي چې فعالان او مدني ټولنې یي په تېرو لسو کلونو کې د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د لاس ته د راوړنو په اړه لري.

د دولت د ریاست له ویاند اېمل فیضي سره مرکه احمدتکل کړې ده، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG