د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۸

"د پولو په اوږدو کې د تخنیکي تماسونو غوښتونکي يو"


په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن
په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن

په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه د پاکستاني پوځي مشرانو وروستې امر، چې په کې د ناټو د هر تیري په وړاندې د کلک ځواب ویلو سپارښتنه شوې، د دوي حق بللې، خو ورته حق یي ځان ته هم دا حق خوندي کړې دې.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه خبردارې ورکوي، چې د پولو په اوږدو کې د افغان، پاکستاني او ناټو ځواکونو ترمنځ د تماسونو نه موجودیت به په سیمه کې د وسله والو له فعالیتونو سره مرسته وکړي.

د پاکستان د پوځي مشرانو له دې امر وروسته، چې د ناټو هرې حملې ته باید کلک ځواب ورکړای شي، دغو ځواکونو په خپل لومړني غبرګون کې دا د یو خپلواک هېواد په توګه د پاکستان حق وباله.

خو په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوي په دې سیمه کې د افغان، پاکستاني او ناټو ځواکونو ترمنځ د تخنیکي تماسونو د دوام غوښتونکي دي:

(د دری واړو خواو ترمنځ د تماسونو نه موجودیت یوازې او یوازې په سیمه کې د وسله والو له فعالیتونو سره مرسته کوي.

نو اوس دا د پاکستاني، افغان او ایساف ځواکونو په ګټه ده، چې په خپلو کې د تیرو ورځو په څیر په تخنیکي کچه تماسونو ته دوام ورکړي.)

د پاکستاني پوځي مشرانو له خوا دا امر په داسې حال کې ورکړل شوې، چې له یوې خوا د ډیورنډ کرښه په ځینو ځایونو کې روښانه نه ده او له بل لوري د سیمې خلک وایي، چې پاکستان ځیني پوستې د افغانستان په خاوره کې دننه جوړې کړي.

افغانستان او پاکستان په سیمه کې له یو بل سره تر ټولو اوږده پوله لري، چې د ځینو اټکلونو له مخې ټول اوږد والې یي دوه زره څلور سووه کیلومیټرو ته رسیږي او د لویدیځو هېوادونو په وینا همدا د وسله والو د فعالیت مرکز دې.

د ایساف ځواکونو ویاند هم دا مسئله جدي وبلله او ویویل، چې ټول اړخونه باید په سیمه کې له دې بابته شتو ستونزو ته په پام سره ډیر په احتیاط فعالیت وکړي:

(د ډیورنډ کرښه او سرحدي سیمه یو داسې ځای دې، چې په ځینو سیمو کې کرښه روښانه نه ده، نو دا مسئله په ټولو خواو یعنې افغان، پاکستاني او ایساف ځواکونو دا لازمي کوي، چې په زیات احتیاط سره فعالیت وکړي او خپل فعالیتونه همغږي کړي.)

دا، چې د پاکستاني ځواکونو وروستې اقدام به د تروریزم په خلاف روانه جګړه څومره زیانمنه کړي، جنرال جکوبسن کومه تبصره ونه کړه، خو ویي ویل، چې زیات احتیاط ته اړتیا ده، څو له دې حالته وسله وال ګټه پورته نه کړي.

ایساف دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې پاکستان له ناټو سره په خپلو همکاریو بیا فکر کوي او په ځینو رپورټونو کې خو دا هم ویل شوي، چې پاکستان له افغانستان سره د ګډې پولې په اوږدو کې د الوتکو ضد وسایل هم ځای پر ځای کړي دی.

له بل لوري د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستاني مشرانو د دې امر په وړاندې هیڅ ډول تبصره نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG