د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې پرانيستنه


اکثرو لوېديځو ورځپاڼو د افغانستان په باب په بن کې د جوړېدونکي نړيوال کنفرانس او په دې برخه کې د هيلو او توقعاتو په باب مطالب خپاره کړي دي.

انټرنشنل هرالد ټربيون:

د امريکا چاپ انټرنشنل هرالد ټربيون ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول او د هغه د جرمني ساري ګيودو ويسترويلې له لوري په ګډه ليکل شوې ليکنه چاپ کړې، چې سرليک يې دى د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې پرانيستنه.

دواړه وزيران د مطلب په يوه برخه کې ليکي، تر ٢٠١٥م کال وروسته به خپلواک افغانستان بشپړ امنيتي مسووليتونه واخلي، تر ټولو مهمه دا چې د دغه هېواد امن به د افغانانو له لوري ټينګ شي. خو زيات افغانان دا پوښتنه کوي چې ايا د تېر په څېر به، چې تجربه يې له خلکو هېره نه ده، نړيواله ټولنه افغانستان يوازې پرې نه ږدي؟

دواړه وزيران په انټرنشنل هرالد ټربيون ورځپاڼه کې د خپل مطلب په دوام زياتوي، نړيواله ټولنه نه شي کولاى افغانستان يوازې پرېږدي، ان له افغانستان څخه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه ټولنه بايد د خپلو لاسته راوړنو او پرمختګونو د خوندي کولو لپاره د افغانانو تر څنګ ولاړه وي.

د دوى په وينا افغانستان تر ٢٠١٤م کال وروسته هم د نړيوالې ټولنې يوې څرګندې، جدي او معتبرې ژمنې ته اړتيا لري او د بن د کنفرانس يو اساسي هدف دغه ټکى دى.

د مقالې په يوه برخه کې لولو، د بن د کنفرانس اجنډا به پر درېيو ټکو متمرکزه وي.

لومړى: ملي جنبه او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو انتقال. په دې برخه کې بايد نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ملکي ادارو، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او د قانون د حاکميت لپاره د اصلاحاتو پر لوري حرکت وکړي.

دويم: تر ٢٠١٤م کال وروسته دې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اوږدمهالې ژمنې تعريف شي، ځکه افغانستان به د بيارغونې، له اقتصادي احتياجۍ څخه د وتلو، د ځواکونو د غښتلتيا او د ملکي سکټور د تقويې لپاره بيا هم د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړ وي.

درېيم: په افغانستان کې د سولې د پروسې او پخلاينې لپاره دې د نړيوالې ټولنې مرستې روانې وي. په دې ډګر کې بايد افغان حکومت د سولې يوه هراړخيزه او عملي پروسه پيل کړي.

د افغانستان او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو د ليکنې پر اساس، په دې پروسه کې له خنډونو سره- سره بيا هم پخلاينه په افغانستان کې رښتينې سولې ته د رسېدو لپاره يوازېنۍ لار ګڼل کېږي.

شپيګل انلاين:

د جرمني چاپ شپيګل انلاين خپرونې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب يوه مقاله خپره کړې او سرليک يې دى: افغانستان واقعاٍ څه ته اړتيا لري؟

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د بن په کنفرانس کې دا مهال نړيواله ټولنه پر دوو مسايلو تکيه کوي. لومړى دا چې د جګړې په ډګر کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې بريا نه ترلاسه کېږي او بهرني ځواکونه هم غواړي چې د خلکو د نه رضايتۍ او د جګړې د زياتو لګښتونو له کبله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

دويمه دا چې د بن په کنفرانس کې به داسې ژمنې وشي، چې افغانستان تر ٢٠١٤م کال وروسته هم يو څه ثبات ولري، چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته وضعيت بيا پيل نه شي.

شپيګل انلاين خپرونه زياتوي، که افغانستان دا ځل بيا سقوط وکړي، ټوله سيمه به له کړکېچن وضعيت سره مخامخ شي، په خاص ډول که دغه بحران د افغانستان ګاونډي، يعنې پاکستان ته چې په اټومي وسلو سمبال دى، لمن وغزوي.
XS
SM
MD
LG