د پاکستان د پارلمان دملي امنيت کميټې د بن په کنفرانس کې د دې هیواد د نه ګډون پریکړه تصويب کړه.
دغې کمیټې، چې تیر ماښام یې د سناتور رضا رباني په مشرۍ په اسلام کې تر درېیو ساعتو پورې د بندو دروازو ترشا غونډه در لوده په مومندو قبائلي سیمه کې د ناټو د هوايي برید په عکس العمل کې دغه ګام پورته کړ.
د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیرې او د حکومت ویاندې فردوس عاشق اعوان تر دې غونډې وروسته، رسنیو ته وویل، چې په دې کميټه کې د بیلابیلو سیاسي ډلو د استازیو ترڅنګ صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او د پوځ عالي رتبه جنرالانو هم ګډون درلود.
نوموړې وویل، صدراعظم ګیلاني، د بهرنیو چارو وزیرې او د پوځ عالي رتبه مقاماتو د کميټې غړیو ته خپل معلومات او د امريکایي او افغاني مقاماتو په ګډون له نړیوالو سره د خپلو اړیکو او خبرو اترو رپوټ وړاندې کړ.
نوموړې د اړوندو پوځي مقاماتو په وینا وویل چې د پاکستان په سرحدي پوسته دا برید سهواُ نه بلکې په لوی لاس شوی،ځکه نو دې کمیټې پریکړه وکړه چې پاکستان به د دوشنبې په ورځ د بن په کنفرانس کې ګډون نه کوي.
په پيښور کې د ازادي راډيو خبريال مجیب الرحمان انګار په دې باب له ملتپاله سیاستوال او پخواني وزیر افضل خان لالا سره مرکه کړې او په پيل کې یې ددې پرېکړې په باب د هغه نظر پوښتلی دى.
دغه مرکه په کيڼ اړخ کې واورئ