د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۳

يوسفزى: د بن په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون له مخکې پلان شوى


مختيار خان يوسفزى
مختيار خان يوسفزى
د پاکستان د پارلمان دملي امنيت کميټې په بن په کنفرانس کې ددې هیواد د نه ګډون پریکړه تصويب کړه.

دغې کمیټې،چې تیر ماښام یې د سناتور رضا رباني په مشرۍ په اسلام تر درېیو ساعتو پورې د بندو دروازو ترشا غونډه در لوده په مومندو قبائلي سیمه کې د ناټو د هوايي برید په عکس العمل کې دغه ګام پورته کړ.

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیرې او د حکومت ویاندې ډاکترې فردوس عاشق اعوان تر دې غونډې وروسته،رسنیو ته وویل،چې په دې کميټه کې د بیلابیلو سیاسي ډلو د استازیو ترڅنګ صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او د پوځ عالي رتبه جنرالانو هم ګډون درلود.

نوموړې وویل،صدراعظم ګیلاني،د بهرنیو چارو وزیرې او د پوځ عالي رتبه مقاماتو د کميټې غړیو ته خپل معلومات او د امريکاي او افغاني مقاماتو په ګډون له نړیوالو سره د خپلو اړیکو او خبرو اترو ګذارش وړاندې کړ.

نوموړې د اړوندو پوځي مقاماتو له قوله وویل چې د پاکستان په سرحدي پوسته دا برید سهواً نه بلکې په لوی لاس شوی،ځکه نو دې کمیټې پریکړه وکړه چې پاکستان به د بن په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

په پيښور کې د ازادي راډيو خبريال مجیب الرحمان انګار په دې باب له ملتپاله سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ایالتي مشر مختیار خان یوسفزي سره مرکه کړې او په پيل کې یې ددې پرېکړې په باب د هغه نظر پوښتلی دى.
XS
SM
MD
LG