رویټرز خبري آژانس لیکي، د بن د دوهم کنفرانس هدف دا و، چې لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره خپلې ژمنې تازه کړي او دا په داسې حال کې ده، چې په 2014 کال کې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، خو د آژانس په وینا داسې ښکاري، چې د دې پرځای دا غونډه به له افغانستان سره د لویدیځ د اړیکو د پېچلتیا او د افغانستان د ناڅرګند برخلیک حقیقت مخې ته راولي.
د آژانس په تحلیل کې د دې لپاره ځینې علتونه ښودل شوي، چې یو یې په وخت سره، د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د تړون نه بشپړېدل و، ځکه تمه کېده چې دا سند به د بن د دوهم کنفرانس د چوکاټ اساسي ستنه وي.
یو بل علت په دې کنفرانس کې، چې د نړۍ د څه باندې اتیا هېوادونو استازي ګډون په کې کوي، د پاکستان نه ګډون دی. پاکستاني چارواکو د ناټو په هوايي، حمله کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو د مړینې د پېښې په وړاندې په اعتراض کې دا غونډه تحریم کړه.
له بلې خوا دا هیلې چې د طالبانو استازي به په دې غونډه کې برخه واخلي هم ناهیلې شوي.
په دې توګه هسې چې رویټرزخبري آژانس لیکي، د بن په غونډه کې به د دې حقیقت سیوری پروت وي، چې په همدې ښار کې د لومړي او دوهم کنفرانس ترمینځ په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې زرګونه انسانان مړه او میلیاردونه ډالر ولګول شول؛ خو هغه څه چې په بدل کې یې ترلاسه شول یوازې د تعلیم او د ښځو د حقونو په برخه کې نازک پرمختګونه وو، خو په نورو ټولو برخو کې ژمنې ترسره نشوې.
آژانس د ستراتفور تحقیقاتي مرکز د جنوبي آسیا د څانګې د مرستیال کامران بخاري له قوله لیکي، چې وايي، بې له شکه د بن د لومړي او دوهم کنفرانس ترمنځ یو څرګند تناقض شته، ځکه هغه مهال ټولو دا هیلې درلودې، چې طالبان به له مینځه یووړل شي او په افغانستان کې به بیارغونه وشي، خو اوس هلته پاکستان دی، چې له غونډې سره یې بایکاټ کړی او له دې سره په ټول سیسټم کې ګډوډي راغلي او اوس هېڅوک نه پوهېږي، چې له دې غونډې څخه څه تمه ولري.
په 2001 کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو یوازې څو اونۍ وروسته چې د بن لومړی کنفرانس جوړېده نو د نړۍ مشرانو دا تمه لرله؛ چې د افغانستان کورنی کړکېچ به ډېرژر د تاریخ په هدیره کې ښخ شي، افغانستان به په یوه عصري هېواد بدل شي، د ښځو حقونه به تضمین کړي او دا هېواد به له بېوزلۍ خلاص شي.
خو دا دی لس کاله وروسته، امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو اوس د افغانستان په اړه چې د امپراتوریو د هدیرې نوم یې ګټلی خپل نظر بدل کړی.
افغان چارواکي وايي، چې د بن په کنفرانس کې له چا د مالي مرستو تمه نه لري. د بهرنیوچارو مرستیال وزیر جاوېد لودین د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، افغان حکومت د بن په کنفرانس کې له نړیوالو څخه پخې سیاسي ژمنې غواړي، څو له افغانستان سره مرسته وکړي، چې په خپلو پښو ودرېږي.
په کابل کې لویدیځ ډيپلوماټان بیا وايي، د بن د دوهم کنفرانس اصلي هدف افغانانو ته د دې پیغام رسول دي، چې نړیواله ټولنه به هسې چې پخواني شوروي د خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته وکړل، له 2014 کال وروسته افغانستان یوازې پرې نه ږدي او نړیوالې ټولنې ته دا ویل؛ چې د نړۍ له موجودو بحرانو سره سره باید افغانستان په خپله اجنډا کې په یاد وساتي.