د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

په لوګر کې پاکستاني انجینیران تښتول شوي


په لوګر ولایت کې پرون ماښام یو شمېر پاکستاني انجنیران او کار کوونکي د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوي.

دغو پاکستانیو انجنیرانو او کارکوونکو د لوګرمرکز پل علم پورې اړونده سیمه پورک کې د نایب امین الله خان د روغتون په ودانۍ کې د بیارغونې کارپر مخ وړ.

د لوګر امنیه قومندانۍ وایي، چې دغه اته تنه پاکستاني انجنیران او کار کوونکي ښایي د غلو له خوا د پیسو د ترلاسه کولو په هدف تښتول شوي وي.

په دې اړه د ازادۍ راډیو خبریال نسیم شفق د لوګر د امنیې قومندانۍ د جنایي چارو له مسوول سمونمل محمد جان عابد سره مرکه کړې چې دا ده وړاندې کیږي.

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG