د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۳

"له افغانستانه د ۲۰۰فرانسوي پوځیانو د وتلو لاره هواره شوې"


د فرانسې ولسمشر نيکولاي سرکوزي
د فرانسې ولسمشر نيکولاي سرکوزي
د فرانسې ولسمشر وويل، چې د افغانستان په دوو سيمو کې به د افغان ځواکونو له لوري د امنيتي مسووليتونو منل دوه سوه فرانسوي سرتېرو ته موقع په لاس ورکړي چې خپل هېواد ته لاړ شي.

د فرانسې ولسمشر دا خبره يوه ورځ وروسته له دې وکړه، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امنيتي مسووليتونو د انتقال دوهم پړاو اعلان کړ.

له دې سره سره چې د دې پروسې اعلان خپل هېواد ته د فرانسوي پوځيانو د ستنېدو امکان برابر کړی دی، په فرانسه کې د افغان ماموريت پر سر اختلاف زيات شوی دی.

د فرانسې ولسمشر وويل، چې دی غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستانه زر تنه فرانسوي پوځيان وباسي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ټولټال ۷۶ فرانسوي پوځيان وژل شوي دي.

د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې نظر پوښتنې ښيي چې فرانسوا هالند تر اوسني ولسمشر نيکولاس سرکوزي له زيات ولسي ملاتړه برخمن دي.

سره له دې چې تر اوسه پورې ښاغلی سرکوزي د را روان ميلادي کال په انتخاباتو کې رسماً ځان نه دی کانديد کړی، خو ګومان کېږي چې دی به يو له مطرح کانديدانو ځینې وي.

ويل کېږي، چې د نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان ماموريت د سرکوزي د ولسي ملاتړ په کمولو کې رول لرلي دي.
XS
SM
MD
LG