په داسی حال کې چې د ښځو چارو وزارت په هېواد کې له ښځو سره د کیدونکي تاوتریخوالي پر وړاندې په مبارزې ټینګار کوي، یو شمېر ښځې يي خپله دا وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره مسوول ګڼي.
یو شمېر ښځو د یکشنبی په ورځ له ښځو سره د کیدونکي تاوتریخوالي د له منځه وړلو د شپاړلس ورځني کمپاین د اعلان په مناسب په یو نندارتون کې دغه وزارت تورن کړ، چې د دوي د ستونزو په هواري کې بې غوري کوي.
د دوي په وینا د ښځو چارو وزارت د بې غورۍ له کبله زیاتره وخت سوداګرۍ میرمنې د دې وزارت له پروګرامونو او ان په نندارتونو کې له ګډون څخه محرومیږي.
دوي همدا راز په دې وزارت تور ولګولو، چې د ښځو د لاسي صنایعو د ودې لپاره کار نه کوي او د دوي محصولات تر بازارونو نشي رسولای:
(( زه نورضیه یم د ښځو د حرفوي زده کړو د مرکز مشره یم، داسې نندارتونو کې چې خپل مالونه راوړو، که خرڅ شي خرڅیږي او که خرڅ نه شي پر موږ تاوان دي، بیا یی مود تیریږي، د ښځو لپاره باید یو مارکیټ وي، څو خپل مالونه په کې خرڅ کړي.
زه د خورشید تابان موسسې یوه زر ګره یم، که چېرې د نندارتون اعلان د تلویزیون له لارې وشي ټول خلک خبریږي، ټول پوهیږي، چې نمایشګا ده، داسې وخت دوي اعلان کوي چې نندارتون خلاص شوی وي کله چې راشي نو نندارتون ختم وي.
زما نوم مریم هاشمي دی، د ښځینه بڼ یوه دوکانداره یم، زه خپله ډیر تولیدات لرم، دیته موږ سم مارکیټ نه لرو، تقریبا دا څلور میاشتې شوي، چې ما په نندارتون کې ګډون نه دی کړی اوس هم زه متیقنه نه یم، چې زموږ مالونه به خرڅ شي که نه، موږ ډیر مشکل لرو،خو نه کورنۍ او نه هم بهرني بازار لرو.))
خو د ښځو چارو سرپرسته وزیره میرمن حسن بانو غضنفر وایي، چې ښځو د لاسي صنایعو تولیدات د خلکو له غوښتنې سره برابر نه دي او همدا لامل دې، چې بازار نه لري.
خو نوموړي وویل، چې دوي هڅه کوي د ښځو لپاره د ډيزاین او یو دایمي مارکیټ جوړ کړي.
دا سوداګرۍ ښځې په داسې حال کې د دې وزارت پر کړنو نا خوښه دي، چې دوي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د یکشنبې په ورځ شپاړلس ورځنی کمپاین اعلان کړ.
د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوی په دې کمپاین کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د را کمولو په هدف تشویقي او تبلیغي پروګرامونه پیل کړي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالي پلوشه شهید کاکړ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمپاین په اړه وویل:
(( لومړي د ښځو د حقوقو دعایي ته ژمن او عقیده من، نارینه، د ښځو پر ضد تاوتریخوالي سره د مبارزي په کمپاین کې ګډون ته را غواړو.
دوهم:له کوره څخه تیښتی ته د ښځو اړ ایستل، د تاوتریخوالي له عاملو معاف کول د ښځو قاچاق او جنسي تیری د اسلام د مبین دین مخالف اعمال مردود او محکوم دی.
دریم: له تاریخي فرصت نه استفاده د تاوتریخوالي او جنسي تبعیض پر ضد ګډه مبارزه د دردمنو ښځو اخلاقی وجیبه ده.))
که څه هم په افغانستان کې له ښځو سره د کیدونکي تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې او هغوي ته د خپلو حقونو په اړه د پوهاوي ادارې جوړې شوي، خو لا هم افغان میرمنې او نجونې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د رسمي شمېرو له مخې د سږ کال په لومړېو شپږو میاشتو کې نږدې دوه نیم زره افغان ښځې له ګڼو تاوتریخوالو سره مخامخ شوي.
لا هم یو شمېرافغان نجونې ښوونځي ته له تګ محرومي دي، په زور او خام سن کې واده کیږي، په بدو کې ور کول کيږي.
ذکیه غیاثي نذیر،کابل