د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

په پاکستان کې افغان بنديان - د ليندۍ ١٨مه


په دې پروګرام کې پاکستان ته ورځو د افغان کډوالو حال اخلو، چې وايي پاکستاني پوليس يې په يوه او بل نامه ځوروي او پيسې ځنې اخلي، بله دا چې د پاکستان په جېلونو کې په لسګونو افغانان بنديان دي، چې ويل کېږي دغه بنديان په بد وضعيت کې دي، د دغو افغانانو ستونزه مو له اړوندو چارواکو سره هم شريکه کړې، په دې باب په پاکستان کې د افغانستان له سفير سره هم مرکه لرو

د دې تر څنګ د پاکستان په باب د اورېدونکو نور ټليفوني پيغامونه هم خپروو، د يادولو ده چې د پروګرام د پيغام ثبتوونکي ماشين شمېره د پروګرام په وروستيو کې خپروو، چې تاسې سر له اوسه ورته کاغذ او قلم تيار ته کړئ

دا پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ

تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.

په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵

خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.

د پروګرام د جوړوونکي صالح محمد صالح د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:

salihs@rferl.org
XS
SM
MD
LG