د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت وایي، چې د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د مخدروموادو د قاچاق د مخنیوي په اړه په کابل کې درې اړخیزه غونډه جوړه شوې.
د دې وزارت چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې له نشه یي توکیو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې هم برخه اخیستې.
له نشه یې توکیو سره د مبارزې وزارت مطبوعاتي مسوول انجنیر ذبیح الله دایم وویل، چې په دې دوه ورځنۍ درې اړخیزه غونډه کې پردې خبرې کیږي چې د سیمې او نړۍ په سطح د قاچاق کوونکو پر ضد باید څه ډول هلې ځلې وشي.
د دې درې اړخیزې غونډې په اړه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال نسیم شفق له ښاغلي دایم سره مرکه کړې.
دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ