په داسې حال کې،چې یوشمیر پاکستاني او امريکايي ډيپلوماټان د واشنګټنن او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې د رامنځته شویو خنډونو او ستونزو د لرې کولو هڅې کوي،د ناټو د پوځي هلیکوپترو په یوه برید کې د ۳۷ پاکستاني پوځيانو مرګ ژوبلې ددې هیواد ملکي او پوځي واکمن سخت په غوسه کړي.
صدراعظم یوسف رضا ګیلاني خپلې پلرني سیمې ته سفر لغوه او مازیګر مهال د یوې بیړنۍ غونډې لپاره اسلام اباد ستون شو.
پر نوموړي سربیره د پوځ لوی درستیز او یوشمیر سیاسي ګوندونو دغه برید په کلکه غندلی او دا یې د نړیوالو اصولو پرضد اقدام بللی.
خو پوښتنه داده،چې دغه پيښه به د امريکا و پاکستان پر اړیکو،د ترهګرۍ ضد جګړې پر نتایجو او په افغانستان کې د سولې پروسې پر بهير څه اغیزې ولري؟
په پيښور کې د ازادي راډیو خبريال مجیب الرحمان انګار په دې باب د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا له ایالتي مشر مختیار خان یوسفزي سره مرکه کړې.