د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د امنیتي مسوولیت د لېږد بهیر به په ۱۴ ولایتونو کې پلې شي


د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د اداری مشر عبدالخالق فراهي.
د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د اداری مشر عبدالخالق فراهي.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې مشر وایي، چې ټاکل شوې یوشمېر نا امنه سیمې، د امنیتي مسولیتونو د انتقال په دوهم پړاو کې شاملي شی.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو اداره وايي، تمه کیږي، د امنیتي مسولیتونو د انتقال دوهم پروګرام، په نږدې دیارلس او یا هم څوارلسو ولایتونو کې پلي شي.

د سیمه ایزو ارګانونو د اداری مشر عبدالخالق فراهي، وویل،هغه ولایتونه، چې د امنیتي، مسولیتونو د انتقال دوهم پړاو په کې پلی کیږي تر اوسه نهایي شوي نه دي.

″تاسو خبر یاست چې په لومړی مرحله کې چې ۷ ولایتونه په کې شامل وو، په هغو ۷ ولایتونو کې تقریباً امنیت ښه و، خو د انتقال په دوهمه مرحله کې ولایتونه هم ډیر دي او په هغو ولایتونو کې چې هلته پوره امنیت نشته، هلته بیا ځینې ولسوالۍ د انتقال په پروسه کې شاملې دي.

هغه ولایتونه چې د انتقال په دوهم پړاو کې شامل دي، هغه د ولسمشر له خوا نه دي اعلان شوي، ویل کیږي، چې هغه دیارلس یا څوارلس ولایتونه وي.″

ښاغلي فراهي، دغه څرګندونې د شنبی په ورځ په هغه غونډه کې وکړې، چې د څلور دېرش ولایتونو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ په هدف جوړه شوې وه.

نوموړي وویل، په نږدې راتلونکي کې به د ولسمشر له خوا د هغو سیمولیست اعلان شي، چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

که څه هم ښاغلي فراهي دهغو سیمو نومونه ونښودل، چې امنیتي مسولیتونه به یې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې یې ویلي وو، کیدای شي، د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر په بدخشان، بادغیس، بلخ، دایکندي، غزني، غور، هلمند، هرات، کابل، لغمان، ننګرهار، نیمروز، پروان، سرپل، تخار او میدان وردګو ولایت په یوشمیر سیمو کې پلې شي.

په همدی حال کې د پوځي چارو یوشمېر کتونکي وایي، چې د دې پروګرام د پلي کولو لپاره ګټورمیکانیزم نه دی جوړ شوی.

په دی اړه د پوځي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت وایي.
″له بده مرغه د امنیتي مسوولیت د انتقال دوهمه مرحله هم کوم مشخص میکانیزم نه لري، که مشخص میکانیزم وجود ولري او زموږ ځواکونو ته هغه سلاوې چې د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره لازمې دي او په ځانګړي توګه هغه ولایتونه چې نا امنه دي، هغه سرحدي ولایتونه دي، لکه کندهار، پکتیا او داسې نور، باید ډېرې قوي وسلې، لکه توپونه، ټانکونه او حتی هوايي ځواک باید زموږ له قوتونو سره وي، چې موږ وبوییږو، چې د قدرت انتقال په واقعي ډول صورت ونیو.″

خو د امنیتي مسولیتونو د انتقال کمیسیون چارواکي وایي، دا پروګرام د یو دقیق میکانیزم پر اساس په مخ روان دی او غواړي د امنیتي مسولیتو د انتقال بهیر په بریا سره بشپړ شي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو لومړی پړاو په د روان کال په سرطان میاشت کې په بامیانو، پنجشیر او له سروبي ولسوالۍ پرته، په کابل ولایتونو، په لښکرګاه، مزارشریف، هرات اومهترلام ښارونو کې پلې شوی و.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG