د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

حافظي:که بهرنۍ مرستې کمې شي نو په خپلو پښو نشو دریدلای


د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د نړېوالو اړیکو ریس اذرخش حافظي
د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د نړېوالو اړیکو ریس اذرخش حافظي
نړېوال بانک خبرداری ورکړی، چې که نړېواله ټولنه له افغانستان سره د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په یوه وخت کې خپلې مرستې کمې کړي نو دا هېواد به له اقتصادي پلوه په یوه ناکام دولت بدل شي.

نړېوال بانک ویلي، چې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې د کال شاوخوا او میلیارډ ډالرو مرستې ته اړتیا لري څو دا هېواد بې ثباته نه شي او حکومت یي وکولای شي چې خلکو ته خدمات ورسوي.

د نړېوال بانک د وروستي خبرداري په اړه نوریاس نوري د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د نړېوالو اړیکو له ریس اذرخش حافظي سره مرکه کړې او لومړی یي تری دا پوښتنه کړې چې نړېوال بانک ولې اوس دا خبرداری ورکوي، ایا داسې نښې لیدل کیږي، چې ګواکې نړېواله ټولنه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره له دې هېواد سره خپلې مرستې کموي؟

دا مرکه دهمدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG