د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

م.م يان کوبيش د افغانستان خاص استازی ونوماوه


بانکي مون
بانکي مون
د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون سلوا کې ډیپلومات يان کوبيش د افغانستان لپاره خپل راتلونکی خاص استازی ونوماوه.

يان کوبيش د سویډنی ډیپلومات سټیفن دیمیستورا ځای نیسي چې ماموریت یي د ډیسمبر په ۳۱ پای ته رسیږي.

۵۹ کلن کوبیس چې پخوا یي د سلواک د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې، د مسکو د نړېوالو اړیکو له انسټیټوټ څخه فارغ شوی او په پنځو ژبو خبرې کوي.

هغه د یوه نړېوال چارواکي په توګه د کار اوږده سابقه لري.

ښاغلي کوبیش په دی وروستیو کې د اروپا لپاره د ملګروملتونو د اقتصادي کمیسیون مشر و.

کوبیش به د نوی کال د جنوري له لومړی نېټې څخه په کار پیل کوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سیاسي دفتر یوناما په دې هېواد کی سیاسي او د بیارغونې چارې له نژدې څاري او ملاتړ يي کوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي دنده یو له چلنجونو ډک ماموریت دی چې په څلورو کلونو کې درې تنو ته سپارل کیږي.

له سټیفن ډي میستورا مخکې نارویژي ډیپلومات کای ایدی دغه دنده پرمخ بیوله.
XS
SM
MD
LG