د دفاع وزارت د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د اوو پوځي عملیاتو له پیلیدو څخه خبر ورکوي او وایي، چې په دې عملیاتو کې وسله وال طالبان په ځانګړي توګه په جنوب ختیځو سیمو کې حقاني شبکه ډیره ځپل شوې ده.
دغه لوی او واړه پوځي عملیات په دې وروستیو کې د ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پکتیکا، غزني، نیمروز، هرات، جوزجان، بادغیس، ارزګان اوزابل ولایتونو په هغو سیمو کې پیل شوي چې وسله والو طالبانو په کې ډیر فعالیت او خوځښت درلود.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو زرګونو سرتیرو برخه اخیستې او د افغانستان په ختیځ کې ښې لاس ته راوړنې هم لري:
"تاسو پوهیږئ کوم عملیات چې په ټول افغانستان کې روان دي، په ځانګړي توګه په ختیځ کې وسله والو طالبانو په خاصه توګه زموږ اصلي هدف یعنې حقاني شبکه یې ډیره ځپلې ده، د دې شبکې سلګونه غړي وژل شوي اومهم کسان یې نیول شوي دي.
دا پیل شوي عملیات ډېر اغیزناکه وو او اوس هم په بیلابیلو سېمو کې روان دي."
جنرال عظیمي وویل، چې د دې عملیاتو له پیلیدو سره په بیلابیلو برخو کې امنیتي وضع ښه شوې او دا پیل شوي پوځي عملیات به د ژمي تررا رسیدو دوام وکړي؛ ترڅو د ده په خبره وسله وال مخالفان په خاصه توګه حقاني شبکه ډیره وځپل شي او حملې یې شنډې شي.
په عین حال کې د ایساف یا نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ویاند جنرال کارسټن جکوبسن وایي، وروسته له هغې چې پاکستان اعلان وکړ، چې له پاکستاني طالبانو سره ښایي موافقې ته ورسیږي، بیاهم پاکستاني طالبانو د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په څېر پر پاکستان هم بې باوري وښوده او د نوموړي هیواد پرځواکونو یې حملې وکړې.
ده څرګنده کړه، چې ترټولو ښه لاره دا ده، چې افغانستان پاکستان او نړیواله ټولنه په پوره هماهنګۍ د وسله والو طالبانو پرضد جدي او ګډه مبارزه وکړي:
"که چیرې وسله وال طالبان په پاکستان کې له خپلو امنو مرکزونو څخه د تیښتې پریکړه وکړي او افغانستان ته راشي ګمان نه کوم چې دا ښه مفکوره وي.
موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره په نږدې هماهنګۍ کې په ټولو پولو کې عملیات کوو او له پاکستان سره مو ګډه پوله کې هم اغیزناکه عملیات ترسره کړي دي."
د افغانستان د دفاع وزارت او په دې هیواد کې میشت بهرني ځواکونه د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي توګه په ختیځ او جنوب کې د پراخو پوځي عملیاتو له پیلیدو او دوام څخه په داسې وخت خبر ورکوي، چې راپورونه وایي، د پاکستان حکومت هڅه پیل کړې، چې په نوموړي هیواد کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې او جوړجاړی وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال عظیمي هم همدې مسالې ته په اشاره په افغانستان او سیمه کې د ښه امنیت د راتلو لپاره له وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو سره پرجدي مبارزې ټینګار کوي او وایي، چې افغان ځواکونه په دې برخه کې خپلو هڅوته دوام ورکوي، خو د تروریستانو اصلي مرکزونه چې له افغانستان څخه بهر او ټولو ته معلوم دي باید له منځه ولاړ شي.